به‌روزرسانی دربارهٔ7 hours ago

وزیر اعظم شهباز شریف د شورو (چهار شنبې) په ورځ د آیی ایم ایف څخه وغوښتل چې کله دوی د پاکستان د پورونو بیاکتنه کوي نو د وروستیو سختو سېلابونو له امله رامنځته شوي زیانونه هم په پام کې ونیسي.

​شهباز شریف دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه غونډه کې د آیی ایم ایف له مشرې کریسټالینا جورجیوا سره د لیدنې پر مهال وکړه. هغه وویل چې پاکستان د IMF د پروګرام لاندې خپلې ټولې مالي ژمنې پوره کوي. خو په هېواد کې سېلابونو اقتصاد ته ډېر زیان رسولی. چې دا باید په دې پروګرام کې شامل شي.
​د حکومت له خوا په یوه خپره شوې وینا کې راغلي چې کریسټالینا جورجیوا د سېلاب ځپلو خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د زیانونو دقیق پين ګويي کول د بیا رغونې لپاره ډېر مهم دي. هغې د وزیر اعظم شهباز شریف له هغو اقداماتو ستاینه وکړه چې د اقتصاد د ټیکاو لپاره یې کړي او پاکستان ته یې د IMF د په مکمله توګه د ملاتړ ډاډ ورکړو.

​د ډان خبري اېجنسۍ د یوې تحلیلي څیړنې په حواله ویلي چې پاکستان د ۷ بیلینه ډالرو د تمدید شوي تمویل پروګرام د بیاکتنې لپاره ټول اوه معیارونه پوره کوي. خو وروستیو سېلابونو د هېواد کلیوال او صنعتي سیمې اغېزمنې کړې چې د خوراکي توکو په رسولو او صادراتو یې منفي اغېز کړی دی.

​وزیر اعظم د آیی ایم ایف له خوا د بېلابېلو تړونونو لاندې د پاکستان په وخت مالي مرستې ستاینه هم وکړه. په دې تړونونو کې ۳ بیلینه ډالره سټنډ بای تړون، ۷ بیلین ډالره د EFF، او ۱.۴ بیلین ډالره د resiliency او sustainability فسیلیټي (RSF) شامل دي.

​د ډان په وینا وزیر اعظم شهباز شریف د نړیوال بانک له مشر اجی بنګا سره هم ولیدل. هغه د بانک د ملاتړ ستاینه وکړه او د حکومت د اصلاحاتو ایجنډا په اړه یې معلومات ورکړل. هغه وویل چې دا ایجنډا اقتصادي ټیکاو او د پانګوالو باور پیاوړی کوي. وزیر اعظم د نوي هېواد د ملګرتیا چوکاټ لاندې د پاکستان لپاره د ۴۰ بیلینه ډالرو د فنډ د شتون هرکلی هم وکړو.

​د نړیوال بانک مشر د پاکستان له اصلاحي اقداماتو ستاینه وکړه او د هېواد په پرمختیایي ایجنډا کې یې خپل ملاتړ ته د دوام ورکولو وعده هم وکړه.

نور ولولئ