به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د خیبر پښتونخوا په ضلع وزیرستان اپر ضلع کښې د صحت څانګې ۲۴ کارکوونکي د دندو څخه د غیر حاضرۍ له امله معطل کړی دي. د ضلعې روغتیایی افسر (ډي ایچ او) محمد طفیل خان شیرانی مختلفو روغتیایی مرکزونو ته سفر وکړو او د غیر حاضرۍ نوټس یې واخیستو چې له وجې یې دا سخت ګام پورته کړو. د معطل شویو کارکوونکو تنخواوې هم سمدستي بندې کړی شوې دي.

​ډي ایچ او د دې کیس د نورو تحقیقاتو لپاره یوه رسمي تحقیقاتي کمیټې هم جوړه کړې ده.

​په دې موقعه له میډیا سره په خبرو کښې ډي ایچ او محمد طفیل شیرانی وویل چې حکومت ژمن دی ترڅو خلکو ته د صحت غوره آسانتیاوې ورکړي او په دې لړ کښې به هیڅ ډول غفلت ونه زغمي. هغه واضح کړه چې د غیر حاضر کارکوونکو خلاف به سختې قانوني کارروایۍ روانې وي.

​هغه زیاته کړه چې د ضلعې په ټولو روغتونونو کښې د درملو پر وخت او شفاف رسونې لپاره ټولې ممکنې وسیلې استعمالیږي. دا کارروایي د صحت په څانګه کښې د نظم او ضبط ښه کولو او خلکو ته د معیاري طبي آسانتیاوې ورکولو لپاره د حکومت د عزم څرګندونه کوي.

نور ولولئ