د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي ویلي چي له افغانستان نه د کډوالو په عزتمنه توګه ستنیدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي. هغه دا خبرې په کویټه کې د افغانستان له سرپرست قونصل جنرل مولوي محمد حبیب ناصر سره د لیدنې پر مهال وکړې.
په دې لیدنه کې له بلوچستان څخه د افغان کډوالو پر وتلو او نورو چارو خبرې وشوې. وزیر اعلی وویل چې د صوبایی حکومت د بهرنیانو د ایستلو په اړه پر ملي پالیسۍ کار کوي. هغه ډاډ ورکړ چې حکومت له هغو افغان کډوالو سره پوره مرسته کوي چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وویل چي زمونږ دودونه پر بشري خواخوږۍ او درناوي ولاړ دي او افغان مېرمنې د خپلو میندو او خویندو په څېر ګڼو. هغه اداري افسرانو ته واضح لارښوونې ورکړې چې د وتلو پر مهال دې زړو، مېرمنو او ماشومانو ته هېڅ ډول تکلیف نه رسوي. د دې مقصد لپاره د بلوچستان حکومت یو لوړ پوړی افسر د اړیکو مسؤول هم ټاکلی دی.
هغه زیاته کړه چې د کډوالو د ستنولو لړۍ به په تدریجي او عزتمنه توګه شروع شي او د بلوچستان حکومت د بشري خواخوږۍ له مخې ټولی ضروری اسانتیاوې برابروي.