به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

نن د کراچۍ نه کویټې ته تلونکې بولان مېل اورګاډی د سبي ضلعي په بختیار آباد سیمه کښې د چاودنې له خطرې څخه روغ رمټ تیر شو.

چاودنه د اورګاډي له تېرېدو سمدستي وروسته وشوه. چې له امله یې اورګاډی او مسافر په پورا توګه روغ پاتې شول.

د رېل پټلۍ چارواکو په وینا دا پېښه د بختیار آباد په حدودو کښي شوې ده. د چاودنې غږ اورېدو سره سم د رېل پټلۍ چارواکو سمدستي اقدام وکړ او بولان مېل یې په سبي کښې ودرولو. د احتیاطي تدابیرو په توګه په همدې پټلۍ راتلونکې جعفر ایکسپریس هم د ډېره مراد جمالي رېل پټلۍ سټېشن کښې درول شوې دي.

لومړني معلومات ښیي چې په دې پېښه کښې څه ځاني زیان نه دی رسیدلی. د چاودنې نوعیت او مسؤلینو په اړه تحقیقات پیل شوي دي. په ورته وخت کښې مرستندویه ډلې پېښې ځای ته رسېدلې او وضعیت څېړي.

د رېل پټلۍ چارواکو ویلي چې د پټلۍ پاکولو وروسته به ډېر ژر د اورګاډو تګ راتګ بیرته پیل شي.

نور ولولئ