نن د جولای په ۲۴ مه په خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ د زیاتېدونکې څپې له امله د وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور له خوا د وزیراعلیٰ په کور کښې د ټولو ګوندونو ناسته (APC) له سیاسي اختلافاتو سره مخ شوه. اپوزیشن ګوندونو دا غونډه تش په نوم وبلله او له ګډون څخه یې پکې ډډه وکړه. چې له امله یې په صوبایي سیاست کښې ترخه نوره هم زیاته شوه.
د اپوزیشن مشر ډاکټر عبادالله د APC په سختو ټکو نیوکه وکړه او هغه یې یوازې یو سیاسي ننداره وبلله. هغه وویل چې د صوبایي حکومت پریکړې غیر سنجیده دي او د ریښتینو ستونزو حل یوازې د پارلیمان په چوکاټ کښې ممکن دی. نه په دا ډول بې معنی غونډو کښې ممکن دی.
پاکستان مسلم لیګ (ن)، جمعیت علمای اسلام (ف)، عوامي نیشنل پارټۍ (ANP) او پاکستان پیپلز پارټۍ (PPP) په ګډه په APC کښې د ګډون نه کولو اعلان وکړ. د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر میاں افتخار حسین دا کانفرنس بې هدفه تمرین وباله او ویې ویل چې له دا ډول غونډو څخه به هیڅ مثبت نتیجه ونه وځي.
د جمعیت علمای اسلام مشر او صوبایي استازي محمد ریاض خبرکده ته وویل چې اپوزیشن په خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ پر وړاندې تر ټولو ډیرې قربانۍ ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې د سولې او نظم دا ستونزه د حکومت لخوا رامینځته شوې چې اوس یې باید پخپله حل کړي.
بل خوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور د اپوزیشن پر بایکاټ سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې کوم ګوندونه چې په دې مهمه ناسته کښې ګډون نه کوي. په حقیقت کښې د صوبې له جدي ستونزو څخه بې خبره دي. وزیراعلیٰ ټینګار وکړ چې د خلکو له همکارۍ پرته د سولې او نظم رامینځته کول ممکن نه دي او د هغه حکومت ژمن دی چې ټول سیاسي ګوندونه په باور کښې واخلي.
وزیراعلیٰ دا هم روښانه کړه چې په خیبر پښتونخوا کښې له هرې خوا څخه د ډرون برید د منلو وړ نه دی او صوبایي حکومت به په هر قیمت د صوبې سوله او نظم یقیني کړي.