په پاکستان کښې سختو بارانونو او سېلابونو خورا زیات زیانونه رسولي. چې له امله یې د مړو شمېر ۲۵۲ ته رسېدلی دی. د آفتونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) په وینا یوازې تېره شورو (چهارشنبه) ۱۰ نور کسان هم مړه شوي دي. دې ناورین پراخه ویجاړي رامنځته کړې. چې په زرګونو خلک یې بند پاتې او بې ځایه کړي دي.
پنجاب صوبه تر ټولو زیاته ځپل شوی ده. چې ۱۳۹ کسان پکې مړه او ۴۷۷ ټپیان شوي دي. په نورو صوبو کښې هم زیات زیانونه اوښتي دي. په خیبر پښتونخوا کښې ۶۰، په سند کښې ۲۴، په بلوچستان کښې ۱۶، په اسلام آباد کښې ۶، په ګلګت بلتستان کښې ۵ او په آزاد جمو او کشمیر کښې ۲ کسان مړه شوي دي.
د مړو له ډلې ۱۴۳ کسان د کورونو نړېدو له امله مړه شوي دي. پاتې نور بیا په سېلابونو (۴۱)، په اوبو کښې ډوبېدو (۳۶)، د برېښنا پرچاوۍ (۱۳)، برېښنا شاټ (۱۲) او ځمکې ښویېدو (۴) له امله وژل شوي دي.
یوه ډېره غمجنه پېښه د بابوسر ټاپ په سیمه کښې رامنځته شوې. چې هلته د باران د وریدو له امله سېلاب راغلی دی. په دې پېښه کښې پنځه کسان وژل شوي. چې څلور یې سیلانیان او یو یې ډاکټر مشال و. چې غوښتل یې یو درې کلن ماشوم وژغوري. پنځلس نور کسان لا هم لادرکه دي. دې ناورین د قراقرم لویه لار هم بنده کړې. چې له امله یې ګڼ شمېر مسافر بند پاتې دي.
په پنجاب کښې د جهلم، اټک او حافظ آباد په څېر ښارونه هم له سېلابونو اغېزمن شوي. چې اوسېدونکي یې د اوبو د کچې له لوړېدو وروسته کډه کولو ته اړ شوي دي. په لاهور کښې ۱۰۸ ملي مټره باران وریده. چې د اوبو ایستلو سیسټمونه یې له کاره غورځولي دي.
په آزاد کشمیر کښې هم ورته ستونزې دي. چې سېلابونو او ځمکې ښویېدو په یو شمېر سیمو کښې لارې بندې کړې دي. په آسلام اباد کښې یو پلار او زوی لا هم لادرکه دي. چې په سېلاب کښې ورک شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف پر دې پېښو خپله خواشیني څرګنده کړې او چارواکو ته یې لارښوونه کړې. چې د ژغورنې چارې ګړندۍ کړي. هغه په ځانګړې توګه د قراقرم لویې لارې او بابوسر-چلاس لارو د بیا پرانستلو او بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه او خوراکي توکو د برابرولو ټینګار کړی دی. د خپلو ستونزو سربېره د ډیامر اوسېدونکو چې د بابوسر تاک ناله سېلاب له امله اغېزمن شوي. په ژغورنې عملیاتو کښې په فعاله توګه برخه اخیستې ده.