به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د پاکستان پیپلز پارټۍ (PPP) مشر بلاول بټو زرداري د دوشنبې په ورځ یو سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د اسراییلو د یرغل په وړاندې د نړۍ چوپتیا د دې شخړې د نړیوال کیدو خطر زیاتوي.

بلاول د قومي اسمبلۍ په غونډه کښې د پادری مارټین نیمولر شعر ته اشاره وکړه او ویې ویل چي لومړی دوی د فلسطینیانو لپاره راغلل. خو نړۍ غږ ونه کړ. ځکه چې دوی فلسطینیان نه وو. بیا دوی د لبنانیانو لپاره راغلل خو مونږ غږ ونه کړ، ځکه چې مونږ لبنانیان نه وو. او بیا دوی د یمنیانو لپاره راغلل خو مونږ غږ ونه کړ. ځکه چې مونږ له یمن څخه نه یو. اوس دوی د ایران لپاره راغلي دي. که مونږ غږ ونه کړو نو کله چې دوی زمونږ لپاره راشي نو هیڅوک به پاتې نه وي.

هغه د اسراییلو کړنې د نسل وژنې رژیم په توګه یادې کړې او خبرداری یې ورکړ چې د دوی پراخیدونکي یرغل دا احتمال لري چې ټول درییمې نړیوالې جګړې ته کش کړي. د بلاول څرګندونې په مینځني ختیځ کښې د کړکیچ زیاتوالي په ترڅ کښې دي. د ایران په وړاندې د اسراییلو بریدونو او وروسته بیا د ایران په ایټمي تاسیساتو د امریکا بریدونو وروسته هغه ده خبره وکړه.

د PPP مشر له هند سره د پاکستان وروستي پوځي او ډیپلوماټیک بریالیتوبونه روښانه کړل او ویې ویل چې دوی په جګړه، ډیپلوماسۍ، او د بیانونو په جګړه کښې بریالي شوي دي. هغه وویل چې د پاکستان دا خبره  چې سیمه ایز بې ثباتي د پاکستان او هند دواړو په ګټه نه ده. نړیوال اعتبار موندلی دی. هغه دا د ۲۰۱۹ کال په کشمیر د هند د برید په وړاندې د پخواني حکومت له غبرګون سره پرتله کړه او ویې ویل چي هند په کشمیر برید وکړ. خو هغه مهال وزیراعظم ځواب ورکړ ‘تاسو له ما څخه څه تمه لرئ، له هند سره جګړې ته لاړ شم؟

بلاول د سیندونو د اوبو تړون په اړه هم خبرې وکړې او د هند لخوا یې تعلیقول غیر قانوني وبلل او خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان د اوبو رسولو د بندولو هره هڅه به بله جګړه پیل کړي. هغه ټینګار وکړ که هند تړون څخه سرغړونه وکړي او سیندونه وګرځوي یا بندونه جوړ کړي نو پاکستان به جګړې ته لاړ شي. مونږ به د خپل ملت لپاره د ټولو شپږو سیندونو اوبه خوندي کړو. هغه پر هند تور ولګاوه چې هڅه کوي پاکستان یو ترهګر دولت معرفي کړي. یوه هڅه چې هغه یې وویل ناکامه شوې ده. وینا د مخالفینو د غړو د خنډونو سره مل وه. چې بلاول یې له پامه وغورځول او ویې ویل ښاغلي رییس مهرباني وکړئ دوی له پامه وغورځوئ. عام خلک لا دمخه پوهیږي.

نور ولولئ