به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په بلوچستان کښې نامعلومه وسله والو د پولیو پر ټیم برید وکړو او دوه لیویز عسکر یې ووژل.

راپورونه وایي چي د پولیو ټیم په مستونګ کښې په کیلي ټېري سیمه کښې و. چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې. په ډزو کښې یو لیویز عسکر ځای پر ځای ووژل شو او بل سخت ژوبل شو.

ژوبل شوی عسکر د شهید نواب غوث بخش میموریل روغتون مستونګ ته یوړل شو. خو هلته یې ساه ورکړه.

امنیتي ځواکونو په سیمه کښې کلابندي کړې ده ترڅو ترهګر ونیسي.

دا برید په ټول هېواد کښې د پولیو ضد واکسین د اوه ورځني کمپاین په مینځ کښې شوی دی. هېواد سږ کال لا دمخه د دې ویروس شپږ پېښې ثبت کړي دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کښې یوازیني هېوادونه دي چېرې چې دا فلج کوونکې ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې. د دودیزو او مذهبي عواملو له امله د واکسین کولو څخه د ډډې کولو سربیره د واکسین کولو هڅې د امنیتي ستونزو له امله هم ځنډول شوي دي.

نور ولولئ