به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د بهرنیو چارو وزارت په هندي قبضه شوي کشمیر کښې د ۲۶ سیلانیانو په وژل کیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزارت وویل چي مونږ د هندي غیرقانوني قبضه شوي جمو او کشمیر په اننتناګ ضلع کښې په یوه برید کښې د سیلانیانو په مړینه اندیښمن یو.
وزارت زیاته کړه چي مونږ د مړو شویو کسانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کوو.
دا برید په پهلګام کښې شوی دي. چې د هندي قبضه شوي کشمیر په اننتناګ ضلع کښې یو مشهور سیاحتي ځای دی. دا سیمه د سرینگر څخه ۹۰ کیلومتره لرې ده او یوازې په آس یا پښو تګ راتګ کیږي.
د فرانسې خبري ايجنسۍ (AFP) په وینا په دې ډزو کښې لږ تر لږه ۲۶ سیلانیان وژل شوي دي. د هندو ورځپاڼې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کښې لږ تر لږه یو بهرنی او د هندي بحري ځواکونو یو افسر هم شامل دي.
دا برید په داسې حال کښې شوی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هندوستان ته په څلور ورځني سفر تللی دی. دا په هغې ورځ هم رامنځته شو چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي سعودي عربستان ته ورسید. خو مودي خپل سفر نیمګړی پریښود او د هند د بهرنیو چارو وزیر او ملي امنیت سلاکار سره یې غونډه وکړه.
مودي په یوه بیان کښې وویل چي هغه کسان چې د دې ناوړه عمل تر شا دي، قانون ته به سپارل کیږي… دوی به ونه بښل شي!”
د هند حکومت تر اوسه د دې برید په اړه تحقیقات نه دي اعلان کړي او نه یې هم څوک ملامت کړي دي. خو هندي رسنیو یوه ګرمه فضا جوړه کړې او ادعا کوي چې دا برید له پاکستان سره تړاو لري. د هندي رسنیو د دې کمپاین سره په ټولنیزو رسنیو کښې هم یو کمپاین پیل شوی دی. تر اوسه د دې ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی.

نور ولولئ