په باجوړ کې د عوامی نیشنل ګوند (اے این پی) د صوبائي مرستیال صدر ملک میر اعظم خان د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره وشوه. په دې احتجاج کې د مختلفو سیاسي ګوندونو لکه جماعت اسلامي، جمعیت علمائے اسلام، پاکستان پیپلز پارټۍ ګوند، مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف فعالین او مشرانو ګډون وکړو.
مظاهره کوونکو د باجوړ پریس کلب نه تر خار بازار چوک پورې لاریون وکړو. د مارچ په دوران ګډونوالو د ملک میر اعظم خان انځورونه په لاسونو کې اخیستي وو چې دوه ورځې مخکې وژل شوی و. دوئ د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوله او “مونږ سوله غواړو، قاتلانو ځواب ورکړئ، د وینو حساب ورکړئ” په څېر نعرې یې وهلې.
مظاهره کوونکو دا پېښه په سختو ټکو وغندله او ویې ویل چې د خرابې امنیتي وضعې له امله دا سیمه له یو لوی خطر سره مخ ده. دوئ د حکومت نه غوښتنه وکړه چې سمدستي د دې پېښې نوټس واخلي او د قاتلانو په نیولو سره یې عدالت ته وړاندې کړي ترڅو په سیمه کې سوله ټینګه شي. مظاهره کوونکو خبرداری ورکړه چې که د دوی غوښتنې پوره نه شوې، نو دوی به خپل احتجاج جاري وساتي.



