به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د ډی پی او هنګو خان زیب مهمند تر څارنې او د ډی آی جي کوهاټ ریجن عباس مجید خان مروت په خاص لارښوونو دوابې پولیسو په یوه مهم عملیات کې د ترهګرۍ یو ستر پلان شنډ کړی دی. په دغه عملیات کې ډېرې وسلې او چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.

​د پولیسو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۲۲ مه د درسمند په عظیم آباد سیمه کې د ایس پي تحقیقاتو عبدالصمد خان په مشرۍ ډی ایس پی ټل مجاهد خان او د دوابې تاڼې ایس ایچ او عمران الدین خان له البرق کمانډوز او پولیسو سره یو خاص عملیات ترسره کړو. په دغه عملیات کې د عظیم آباد اوسیدونکی عمر د محمد امین زوی نیول شوی. چې له هغه څخه د ترهګرۍ په کارونو کې کاریدونکې وسلې او نور توکي ترلاسه شوي دي.

​په ترلاسه شویو وسلو کې یو ایل ایم جي (مشین گن)، یو ایم فور رایفل، درې ریپیټر رایفلونه، یو ۳۰۳ بور رایفل، او درې ۳۰ بور پستول شامل دي. د دې نه علاوه څلور لاسي بمونه، پنځه سیفټي فیوزونه، درې پریشر کوکرونه، دوه دوربینونه، ۱۴ مېګزینونه، ۲۷۲ د مختلف بور مرمۍ، او دوه کیموفلیج یونیفارمونه هم ترلاسه شوي دي.

​ ډی پی او هنګو خان زیب مهمند په دې موقع وویل چې زمونږ پولیس د سولې د دښمنانو لپاره یو روښانه پیغام لري چې په هنګو کې د هیڅ مجرم او یا ترهګر لپاره ځای نشته. د هغوی شبکه به په مکمله توګه له منځه یوړل شي او هیڅوک به له قانون څخه خلاص نه شي. هغه زیاته کړه چې هغه کسان چې د خلکو ژوند او مال ته زیان رسوي، په کلکه به وځپل شي. دا عملیات زمونږ د دې ارادې عملي ثبوت دی.

​ډی پی او له خلکو غوښتنه وکړه چې له پولیسو سره همکاري وکړي او د هر ډول شکمن فعالیت په اړه سمدستي خبر ورکړي. هغه وویل چې ستاسو پر وخت معلومات کولی شي د یوې سترې ترهګرۍ مخه ونیسي. د خلکو همکاري د سولې او ثبات په ساتلو کې تر ټولو لویه وسله ده.

نور ولولئ