د ګل (دوشنبې) په ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې په یوه غونډه کې فرانسې او موناکو په رسمي ډول فلسطین یو خپلواک هېواد په توګه ومانه. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وویل چې دا کار د دوه هېوادونو د حل لپاره اړین دی. هغه وویل چې که جګړه ودرېږي او په غزه کې نیول شوي کسان خوشې شي نو فرانس به په یوه نوې فلسطیني ادارې کې خپل سفارت پرانیزي.
د ډان نیوز د خبر له مخې په دې اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې نه مخکې، د انډورا، بلجیم، لوګزامبورګ او سان مارینو په ګډون نور هېوادونه هم تمه کیږي چې فلسطین په رسمیت وپیژني. له دې مخکې اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، پرتګال او مالټا هم ورته ګامونه پورته کړي دي. بریتانیا خو د دوشنبې په ورځ په لندن کې د فلسطین له دفتر څخه سفارت جوړ کړ او رسمي بیرغ یې هم پورته کړو.
په دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وکړو. وزیر اعظم شهباز شریف غونډې ته نه وو راغلی. اسحاق ډار په خپل ټویټر پيغام کې د هغو هېوادونو هرکلی وکړ چې فلسطین یې په رسمیت وپیژانده او له نورو هېوادونو څخه یې هم وغوښتل چې دا کار وکړي. هغه یادونه وکړه چې پاکستان په ۱۹۸۸ کال کې د فلسطین د خپلواکۍ د اعلان وروسته له لومړنیو هېوادونو څخه و چې هغه یې په رسمیت وپیژانده.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ویډیو له لارې په دې غونډه کې خبرې وکړې او له هغو هېوادونو څخه یې مننه وکړه چې فلسطین یې په رسمیت وپیژاند. هغه د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب غوښتنه هم وکړه او ژمنه یې وکړه چې د جګړې له ختمیدو وروسته به په یو کال کې اصلاحات راولي او ټاکنې به وکړي.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې ګامونو مخالفت وکړو. د هغه ویاند وویل چې ټرمپ په دې باور دی چې دا کار د حماس لپاره جایزه ده او دا چې دا ډول کارونه یوازې ښکاره کول دي، نه ریښتیني په دې عمل کول دي. ټرمپ به د مسلمانانو اکثریت لرونکو اتو هېوادونو له مشرانو سره په یوه بله غونډه کې هم ګډون وکړي. چې په هغه کې به د غزې پر وضعیت خبرې وشي.