وفاقي وزیر مملکت برائے داخلہ طلال چوهدري د شورو (چهارشنبې) په ورځ وویل چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د واټس اپ چینلونو له لارې خپله کرکجنه بیانیه خپروي او له واټس اپ شرکت څخه یې وغوښتل چې دا اکاونټونه بند کړي.
طلال چوهدري د ټولنیزو رسنیو پر پلیټ فارم ایکس (پخوا ټویټر) په یوه بیان کښې ویلي چې ټي ټي پي په لوی شمېر پیغامونه لیږي او دا چینلونه د ترهګریزو فعالیتونو د لا زیاتولو لپاره کاروي.
چوهدري په ایکس کښې لیکلي دي چي ټي ټي پي (د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا ترهګریزه ډله نومول شوې) خپل واټس اپ چینلونه چلوي او د خپلو تاوتریخوالي/کرکجنو نظریاتو، خپلو زیانمنونکو بیانیو د خپرولو، او د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د ستایلو لپاره په ډله ییزه توګه واټس اپ پیغامونه لیږي. هغه په خپله پوسټ کښې د واټس اپ چینل یو سکرین شاټ هم لګولی دی.
هغه زیاته کړه چي پاکستان د دې ترهګریزو ډلو لپاره صفر برداشت لري او د نړۍ سولې د یقیني کولو لپاره یې بې ساري قربانۍ ورکړي دي. مونږ له نړیوالې ټولنې او واټس اپ ادارې څخه غوښتنه کوو چې د دې شر په وړاندې مبارزه کښې له مونږ سره مرسته وکړي. دا اکاونټونه باید بند شي او د دې ډول هینډلونو نمبرونو د خودکار پیژندنه او خودکار ځنډیدل لپاره اړین الګوریتمونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده چي ټي ټي پي په ۲۰۰۸ کال کښې د پاکستان لخوا کالعدم اعلان شوه. په ۲۰۱۰ کښې ترهګریزه ډله ونومول شوه او ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کښې پرې بندیزونه ولګول. پاکستان په ۲۰۱۴ کال کښې د دې ډلې پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او د استخباراتي عملیاتو له لارې یې د ډلې په نښه کولو ته دوام ورکړی دی. پاکستان پر افغانستان هم تور لګولی چې ټي ټي پي ته خوندي پټنځایونه ورکوي او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې دا ډله فتنہ الخوارج بللې ده.