به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د ملاګنډ ډويژن او مومندو سره په پوله پرتې د چارسدې ضلعې په هري چند سيمه کې ځايې ټولنيز فعال په سکولونو کې سولر سسټم لګوي۔ فرمان علي يو سياسي کارکن او ټولنيز فعال دې تېر کال د ګرمۍ په موسم کې د عنبر قلعه کلي سرکاري پرايمري سکول کې د زدکونکو د ګرمۍ له وجې د بې هوشه کېدو نه خبر شوې وو، سخ کال يې په خپل خرچ دغه سکول ته سولر سسټم لګولې چې ټول سکول ته بجلي ورکوي


“زه خبر شوې ووم چې تېر کال ګن شمېر ماشومان ګرمۍ له وجې په کلاس کې بې هوشه شوي وو، ځکه مې د خپل جېب نه دې سکول کې د سولر سسټم لګولو پريکړه وکړه”


د سکول استاذان وايي دې سيمه کې په ۲۴ ساعتو کې د ۱۲ نه تر ۱۸ ساعتو پورې لوډ شېډنګ وي ، دوي په وېنا په سکول کې د بجلۍ کوم متابدل نظام نه وو موجود چې له وجې به يې د ګرمۍ په موسم کې په کلاسونو کې د ماشومانو حاضري کمه وه خو اوس د بجلۍ مسله هواره شوې او سل به سله ماشومان کلاسونو ته راځي۔


د سکول هيډ ماسټر زوالفقار عالم وايي “اوس حاضري زياته شوې او په سکول کې د ماشومانو تعداد هم ورځ په ورځ زياتيږي”
دا سکول د ملاګنډ او مومندو ضلعې په پوله جوړ دې، دغه دواړو سيمو کې په تېرو وختونو کې وسله وال(فتنط الخوارج) پاتې شوي او په اولنو هدفونو کې يې د تعليمي ادارو په بارودي موادو الوزول وو۔ د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په قبايلي ضلعو تر ۱۵۰۰ پورې تعليمي ادارې وسله والو په بارودي موادو الوزولې وې، چې زياتره پکې د ځايې حکومت او پوځ په مرسته بيا جوړ کړې شوې دي۔


فرمان علي وايي چرته چې تعليم نه وي په هغه سيمه کې سخت دريزي، غربت او بې روزګاري زياته وي، نوموړې وويل پکار ده چې د حکومتي ګامونو سره سره د ټولنې هر شتمن تن د خپلو سيمو تعليمي ادارو ته پام لرنه وکړي او هلته موجود نيمګړتياوې د خپل وس په مناسبت سره هوارې کړې چې د دغسې مسلو مخه ونيول شي


“تعليم د انسان د پاره دومره ضروري دې څومره چې ورله اکسيجن ضروري دې، چې ښځې او سړي تلعيم يافته شي بدامني، غربت او بې روګاري به پخپله ختمه شي”


صوبايي د تعليمي ادارو کې د سولر سسټم لګولو د پاره څه ګامونه پورته کوي؟


فرمان علي ګيله کوي چې په خېبر پښتونخوا کې د د پاکستان تحريک انصاف دولس کاله پوره کيږي د هغوي د تعليم وعدې تر نعرو پورې محدودي دي۔ نوموړي وويل دوي تراوسه د صوبايي حکومت لخوا د تعليم په لړ کوم لوي ګام ونه ليدو۔ خود صوبايي حکومت د تعليم وزير فېصل خان ترکۍ د روان کال دفرورۍ په مياشت کې ويلي وو دوي به په ټوله صوبه کې په سکولونو کې سولر سسټمې لګوي او د فرورۍ پورې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې په ۸۳۱ سکولونو کې سولر سسټمې لګولې دي او دغسې به په نورو تعليمي ادارو کې هم سولر سسټمې لګول کيږي۔


فرمان علي وايي په سکول کې د خپل جېب نه سولر لګول يو وړوکې قدم دې دوي د خپل وس سره سم نورو تعليمي ادارو کې دغسې سولرې لګوې، نوموړي وويل صوبايي حکومت له هم ډېرو سکولونو ته نه دې رسېدلې او د ګرمۍ موسم په شروع کېدو شو نو بايد چې د هرې سيمي شتمن خلک راپاسې او د خپل کلي علاقې په سکول د بجلۍ او د صفا څښلو اوبو نظام برابر کړي چې ورسره په راتلونکې نسلونو کې بې روزګاري، غربت او سخت دريزي ختمه شي

نور ولولئ