ایشیایي ترقیاتي بانک (ADB) پاکستان ته د ۴۱۰ میلیون ډالرو مالي مرسته ورکوي ترڅو د ریکو ډیک کان منصوبه پرمخ لاړ شي. دا کان د نړۍ یو له لویو کانونو څخه دی او د سرو زرو او مسو سترې زیرمې لري. د دې منصوبې مشري بیرک گولډ شرکت کوي او تمه کیږي چې دا منصوبه به د پاکستان اقتصاد ته ستره ګټه ورسوي.
دا مالي مرسته په دوه برخو ویشل شوې ده:
۱. ۳۰۰ میلین ډالره مستقیم پور به بیرک گولډ شرکت ته ورکړل شي.
۲. ۱۱۰ میلین ډالره پور به د بلوچستان حکومت لپاره وي چې دوی ته به د پروژې په برخه کښې مرسته وکړي.
دا ټول پانګه اچونه د ۶.۶ بلین ډالرو د یو لوی پلان برخه ده. په دې منصوبه کښې بیرک گولډ ۵۰٪ برخه لري او پاتې ۵۰٪ برخه د پاکستان او بلوچستان حکومتونو ده.
د ADB رئیس ماساتو کانډا وویل چې دا منصوبه به د سیمه ایزو او نړیوالو اکمالاتي سلسلو لپاره مهمه وي. هغه زیاته کړه چې دا به د پاکې انرژۍ او ډیجیټل پرمختګ کښې هم مرسته وکړي. هغه د دې پروژې د اقتصادي ګټو هم یادونه وکړه. لکه د خلکو لپاره د کارونو برابرول او د اقتصاد پرمختګ هم شامل دي.
تمه کیږي چې د ریکو ډیک کان به په ۲۰۲۸ کال کښې کار پیل کړي او د پروژې په ټوله موده کښې به ۷۰ بلینه ډالر ګټه وکړي. د پیل په وخت کښې به دا کان په کال کښې ۸۰۰،۰۰۰ ټنه د مسو کنسنټریټ تولید کړي. کوم چې د نړۍ د مسو اړتیا پوره کولو کښې مهم رول لري. مس د پاکې انرژۍ او ډیجیټل ټیکنالوژیو لپاره ډېره ضروري ده.
پاکستان هیله لري چې دا منصوبه به د نورو بهرنیو پانګوالو لپاره لاره هواره کړي. په خاص توګه د کمیابو ځمکنیو منرالونو په برخه کښې به هم لاره همواره کړي.
پاکستان د امریکا د حکومت سره هم خبرې کړې دي او د امریکایي شرکتونو لپاره یې امتیازات وړاندې کړي دي.
د منصوبې شالید
ریکو ډیک منصوبه د ډېرو کلونو قانوني ستونزو وروسته په ۲۰۲۲ کال کښې حل شوه. کله چې دا منصوبه جاري شي. تمه کیږي چې دا به د نړۍ د پنځو لویو د مسو کانونو له جملې څخه وي. بیرک گولډ شرکت پیشنګويي کوي چې د دې کان کاري موده د ۳۷ کلونو څخه ډېره وي.