به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د ايلن مسک په ملکیت لرونکی سټيلايټ انټرنیټ پروایډر سټارلینک، په پاکستان کښې د کار کولو لپاره د موقت تصویب ترلاسه کړی دي. چې دا هڅه د هیواد د انټرنیټ انفراسټرکچر د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. د پاکستان د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت دا اعلان د جمعې په ورځ وکړ. چې د څو میاشتو انتظار وروسته ترلاسه شو. 

د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیره شازا فاطمہ خواجه وویل چې دا  اين-او-سي د وزیراعظم شهباز شریف په هڅو سره ورکړله شوه. دا تصویب د سټارلینک د جنوري په میاشتې کښې د غوښتني لیک وروسته ترلاسه شو. 

وزیرې فاطمې د دې تصویب پروسه د همکارۍ په توګه وبلله او وویل چې دا تصویب د ټولو امنیتي او تنظیمي ادارو په اتفاق سره ترلاسه شو. چې په دې کښې د سایبر جرم اداره، امنیتي ادارې، پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتټارټی (PTA)، او د پاکستان د فضایي فعالیتونو تنظیمي بورډ هم شامل دي. هغې څرګنده کړه چې دا په پاکستان کښې د سټيلايټ انټرنیټ خدمتونو رسمي پیل دی.

دا حرکت د پاکستان د ډیجیټل منظرې د نوي کولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. وزیر فاطمې وویل چې حکومت د هیواد په ټوله کښې د انټرنټ اړیکې د ښه کولو لپاره ژمن دی. او هغه د وزير اعظم شریف يادونه وکړه چي هغه امر کړي وو چې د هیواد د انټرنټ سیسټمونه ښه کړي. . هغې زیاته کړه چې سټيلايټ انټرنټ د اړیکې د ښه کولو لپاره یو عصري حل دی. په ځانګړي توګه په هغو سیمو کښې چې خدمتونه کم دي.

که څه هم د NOC اجازه لنډمهاله ده خو دا د سټارلینک د عملیاتو د پیل لپاره لاره هواروي. د PTA به اوس پاتې جواز ورکونې اړتیاوې او فیسونه پای ته ورسوي.

سټارلینک د ځمکې د ټیټ مدار سټيلايټ سیسټمونو په کارولو سره انټرنټ چمتو کوي چې د فایبر اړیکې په څیر ګړندی دی. بغير له دې چې د تارو نیټورک د ایښودنې ستونزه ولري. دا خدمت په ځانګړي توګه د لرې پرتو او ناڅرګندو سیمو لپاره ډیر ارزښت لري.

نور ولولئ