امنیتي ځواکونه ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کې یې شپږ ترهګر وژلي دي.
د آیی ایس پی آر په وینا دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد وو چې پکې د ترهګرو پټ ځای په نښه شو.
ای ایس پی آر وویل: “پاکسازۍ عملیات روان دي ترڅو کوم بل خارجي چې په سیمه کې مونده شی له منځه به یوړل شي ځکه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له هیواد څخه د ترهګرۍ دغه آفت له پاکولو له په پاره کلکی ارادی کړی دی.
د فرورۍ په ۱۰مه د کرک په تخت نصرتي دلوبو په ډګر کښې جوړې شوې د سولې جرګې وسله والو ته درې ورځې وخت ورکړی وو چې له ضلعې ووځي او یا د قبایلي ملیشو د عملیاتو سره مخامخ شي. جرګې د هغو کسانو د بایکاټ کولو غوښتنه کړې وه چې د وسله والو فعالیتونو ته اسانتیاوې جوړاوی.
د فرورۍ په ۱۶مه په کرک کښې بله جرګه وشوه چې ورپسې له جیل چوک څخه تر صدام چوک پورې لاریون وشو. ویناوالو په ټول پاکستان کښې د خټک قبیلې لخوا د هیواد د ساتنې لپاره قربانیو ته اشاره وکړه او د دایمی سولې قایمولو ده پاره به مهم ګامونه اخلی .