د کُرمې په ټیټه برخه کې امنیتي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ونیول شول. پولیسو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چی ده کسان په تیره هفته کښې په یوه اکمالاتي کاروان باندې په سخته حمله کښې ده شک په بنیاد ښکیل شول.
عملیات د پولیسو او امنیتي ځواکونو لخوا په باګان، چرخیل، ډاډ کمر، مندوري، اوچات او شاوخوا سیمو کښې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۱۸ شکمن وسله وال او ۱۲ اسانکاران ونیول شول. چارواکو همدارنګه له پنځو کورونو څخه لوټ شوي سامانونه هم ترلاسه کړل چې له امله یې نور کسان هم ونیول شول.
د دوشنبې په ورځ په هغه کاروان برید وشو چې له ۶۰ څخه ډیر ټرکونه یې د کُرمې لپاره خوراکي توکي لیږدول، چې په پایله کې یې ۱۹ ټرکونه لوټ او خراب شول او پنځه امنیتي کسان او یو ډرایور پکې ووژل شوی وو.
د کوهاټ سیمه ایز پولیس افسر عباس مجید مروت وویل چې کور په کور تلاشي روانه ده او عملیات په غرییځو سیمو کښې هم جاری دي. هغه تایید کړه چې ټول هغه ډرایوران چې په سیمه کې بند پاتې وو، ټول تل ته راوستل شوي دي. له عملیاتو وروسته، تل-پاړاچنار سړک چې د پنځو میاشتو راهیسې د روانې جګړې له امله بند شوی وو او بیا د ترافیکو لپاره پراخلاص شو.
د سړک بندیدو د کُرمې اوسیدونکو ته ډیرې سختۍ رامینځته کړې، سوداګرو راپور ورکړ چې د روژې د مبارکښې میاشتې لپاره ټاکل شوي توکي په زیاته کچه لوټ شوي دي. حاجي امداد، د سوداګرو مشر، د سوداګرۍ لپاره یې د لویو زیانونو او د خلکو لپاره یې د سختو خوراکي کمښتونو یادونه وکړه. سوداګرو د شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ اغیزمنو خلکو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که مرستې ژر ونه رسیږي، نو ممکن بشري ناورین رامنځته شي.
په دغه وخت کښې، د باګان او مندوري اوسیدونکو یو ناست وکړ او د مرستو او د بریدونو د مسوولینو د نیولو غوښتنه یې وکړه. قومي مشر حاجي کریم وویل چې احتجاج به تر هغه وخته دوام وکړي تر څو چې یې غوښتنې پوره نه شي. ولسوالۍ ادارې راپور ورکړی چې شپږ کورنۍ لا له وړاندې له سیمې وتلي دي او د کوهاټ د سولې تړون پلي کول لاهم روان دي او تر دې دمه په کُرمه ولسوالۍ کې ۱۹۴ سنګرونه ویجاړ شوي.