| به‌روزرسانی دربارهٔ |18:23

د خیبر پښتونخوا په لکي مروټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو له لوري د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډ عملیات ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو تر منځ د سختې نښتې پر مهال ټولټال ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي. دا عملیات د شیري خېل او د سرایي نورنګ د څانګې په نصرخېل سیمه کې ترسره شوي دي.

د سیمې د سرچینو په وینا، د لکي مروټ د شیري خېل په سیمه کې امنیتي ځواکونو او وسله‌والو تر منځ سخته جګړه شوې چې په پایله کې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي. په همدې مهال، په سرایي نورنګ د پولیسو حدودو کې په نصرخېل، درګه او اخوندان سیمو کې د لکي مروټ پولیسو د نورو اضلاعو له پولیسو سره په ګډه عملیات کړي، چې په کې یو بل وسله‌وال هم وژل شوی دی.

د وژل شوو وسله‌والو له ډلې اته تنه پېژندل شوي دي. د معلوماتو له مخې، یو یې د تجوړی اوسېدونکی، یو د پهاړخېل پکه، یو د شیري خېل، یو د غاټې مچن خېل، یو د کاله خېل او یو د تتر خېل و، او دوه نور د ټانک ولسوالۍ سره تړاو لرل.
خو د دوو نورو وژل شوو کسانو پېژندنه لا هم نه ده شوې.

له عملیاتو وروسته په سیمه کې امنیت سخت شوی او د لټون او صفایي عملیات لا هم روان دي. د ورځې تر پایه پورې د عملیاتو له امله په سیمه کې فضا ترینګلې پاتې شوې وه.

نور ولولئ