به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د جنوبي وزیرستان اپر، په مکین کوټ اډنه کښې، نامعلومو کسانو د پاک پوځ سامان والا یو ډمپر ټرک سوځولی او بیا یې په ژوره کنده کښې غورځولی دی.


​د دې پېښې نه پس په علاقه کښې ویره خوره شوه. د امنیتي ادارو کسان سمدستي د پېښې ځای ته ورسیدل او د حالاتو جاج اخیستلو نه پس یې تحقیقات شورو کړل.

​د وروستو معلوماتو مطابق امنیتي ځواکونو د لدها په بازار کښې سخت کارروایی کړې ده. هغوی د دوکاندارانو او عامو خلکو نه د شناختي کارډونه راجمع کړل او تحقیقات یې شروع کړل تر څو معلومه کړي چې په دې پېښه کښې څوک لاس لري که نه.


​دا په جنوبي وزیرستان کښې داسې وړومبۍ پېښه نه ده. پخوا هم داسې ډېرې پېښې شوې دي. خو تر اوسه یې څه خاص نتیجه نه ده مخې ته راغلې. دا پېښه یو ځل بیا د سیمې په امن و امان سوالونه پیدا کوي.

نور ولولئ