په خیبر پښتونخوا کې د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو له امله د سیمو د پاکولو لړۍ په بریا سره روانه ده. د اتوار (یکشنبې) په ورځ د ماموند تحصیل د ۱۱ نورو کلیو د په مکمله توګه پاکولو رسمي اعلان وشو.
د اعلان له مخې په دغو ۱۱ کلیو کې نختر بالا، نختر پایاں، مینه سلیمان خیل، ګواټي، میټو، چمبیلي، ملا کلے، غاخي، بکرو، لکېنډا او ډمبرې شامل دي.
دا سیمې له خطر څخه پاکې اعلان شوې او ولسي ادارې دغو ۱۱ کلیو ته د خلکو د خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړه.
ولسي ادارې د بې کوره شویو خلکو (متاثرینو) زغم او په دې سخت وخت کې د دوی قرباني وستایله او مننه یې ترې وکړه. دا سیمې د باجوړ د سولې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
یاده دې وي چې د جولای په ۲۹مه، د شپې په ۲ بجو اسسټنټ کمیشنر شاهد علي خان په ماموند تحصیل کې د ۱۶ کلیو لپاره د درې ورځنۍ کرفیو او په نښه شویو پوځي عملیاتو اعلان وکړو. چې له امله یې په زرګونو خلک له خپلو سیمو څخه کډه شول.