به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په لکی مروت ضلع کې امنیتي ځواکونو د لکي مروت وانډہ رحمن سیمه کې یو مهم عملیات ترسره کړي. چې په پایله کې یې دوه ترهګر وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
چارواکو ویلي چې نیول شوي ترهګر عدنان او اظهارالله نومېږي. وژل شوي ترهګر له یوې منع شوې ډلې سره تړاو لري. امنیتي ځواکونو له دوی سره ډیره وسله او چاودیدونکي مواد هم موندلي دي.

د عملیاتو له بشپړېدو وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه کلیر اعلان کړه. دغه عملیات په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو یوه برخه ده.

نور ولولئ