به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

امریکا د بهرنیو محصلینو د ویزو هغه بهیر بیا پیل کړی چې مخکې یې درولی و. اوس یوه نوې غوښتنه شوې ده. د ویزې غوښتونکي باید خپل ټولنیز رسنۍ (سوشل میډیا) پروفایلونه عام (پبلک) کړي ترڅو حکومتي چارواکي وکولی شي په انلاین توګه پلټنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کښې وویل چې قونسلي افسرانو ته به لارښوونه وشي چې د ټولنیزو رسنیو پوسټونه وڅاري ترڅو هغه مواد ومومي چې امریکا د دې خلکو، کلتور، حکومت، تمویل یا بنسټیزو اصولو په وړاندې دښمنانه وګڼل شي.

هغه غوښتونکي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو پروفایلونو د عام کولو له دې غوښتنې سره سم عمل نه کوي. کیدای شي غیر همکار وبلل شي او د ویزې غوښتن لیکونه یې رد شي. په خبرتیا کښې ټینګار شوی چې له دې غوښتنې سرغړونه کیدای شي د انلاین چلند پټولو هڅه وګڼل شي.

دا نوې لارښوونه د می په ۲۸ مه د ویزې پروسس لنډمهاله درولو وروسته راځي. په دې موده کښې د ټرمپ ادارې د بهرنیو محصلینو لپاره د تفتیش پروتوکولونه بیاکتنه وکړه. ادارې په ډاګه کړه چې د دوی اصلي هدف د هغو کسانو د ننوتلو مخنیوی دی چې ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.

د امریکا قونسلګریو ته په داخلي لارښوونو کښې افسرانو ته لارښوونه شوې چې هغه کسان وپیژني چې ټاکل شوي ترهګریز سازمانونه ملاتړ کوي یا په غیر قانوني یهودي ضد کړنو یا تاوتریخوالي کښې ښکیل دي. تاییدوي یا یې هڅوي.

دا اصلاح شوې د ویزې پالیسي د علمي محصلینو لپاره F ویزو، د مسلکي محصلینو لپاره M ویزو او د تبادلې لیدونکو لپاره J ویزو باندې پلي کیږي. تمه کیږي چې په دې دریو واړو کټګوریو کښې غوښتونکي اوس د خپلو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو د محرمیت تنظیمات عام ته بدل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د ملي امنیت اندیښنو په یادولو سره د دې نویو اقداماتو دفاع وکړه او ویې ویل چي دا د امریکایی اتباعو تمه ده چې د دوی حکومت به د خپل هیواد خوندي کولو لپاره هره هڅه وکړي او دا هغه څه دي چې د ټرمپ اداره هره ورځ کوي.

نړیوال محصلین د ویزې د مرکو نیټو ته په اندیښنه کښې وو ځکه چې د علمي کال څخه مخکې د سفر او استوګنې د تنظیم کولو وخت په زیاتیدونکې توګه محدود کیږي. د چین، هند، مکسیکو او فلیپین محصلینو خپلې اندیښنې په آنلاین توګه شریکې کړې. د ویزې د نیټو پلیټ فارمونه او د بهرنیو چارو وزارت رسمي تازه معلومات یې له نږدې څارلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چي د دې پلټنې اسانه کولو لپاره له ټولو غوښتونکو څخه به وغوښتل شي چې د خپلو ټولو ټولنیزو رسنیو پروفایلونو د محرمیت تنظیمات عام ته بدل کړي.

د ویزې سخت بهیر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د امریکا پر مخکښو پوهنتونونو د پراخې نیوکې په ترڅ کښې راځي. چې هغه یې پر سیاسي تعصب او د فلسطین پلوي مظاهرو په اړه پر نرم چلند تورن کړي دي.

هارورډ پوهنتون په ځانګړي ډول په نښه شوی دي. چې اداره یې هڅه کوي د دې موسسې د بهرنیو محصلینو د نوم لیکنې مخه ونیسي. ولسمشر ټرمپ په هارورډ کښې د نړیوالو محصلینو د شمیر ۱۵ سلنه ته د محدودولو وړاندیز کړی او پوهنتون ته یې ۲.۶۵ بیلین ډالر فدرالي بجټ ځنډولې ده.

په یو اړوند پرمختګ کښې د ټرمپ ادارې ۳۶ هیوادونو ته یوه ډیپلوماټیکي اړیکه لیږلې. چې له هغوی یې غوښتي چې په ۶۰ ورځو کښې دننه د خپلو مسافرینو د تفتیش بهیرونه پیاوړي کړي او یا د امریکا د سفر بندیز لیسټ کښې د شاملیدو خطر سره مخ شي. چې اوس مهال ۱۲ هیوادونه پکې شامل دي.

نور ولولئ