به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له چین څخه د پاکستان د حاکمیت او بشپړتیا پر ملاتړ مننه وکړه او د اوربند پر ساتلو یې خپل هوډ بیا تکرار کړ.

ډار د سې شنبې په ورځ له چین څخه د خپلې درې ورځنۍ لیدنې په ترڅ کښې د چین د کمیونسټ ګوند (IDCPC) د نړیوالې څانګې له وزیر لیو جیان چاو سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې دواړو خواوو د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند وروسته پر سیمه ایز وضعیت خبرې وکړې.

اعلامیه وایي چي ډار د یو سوله ایز ګاونډیتوب لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. په داسې حال کښې چې د خپلې خاورې او خلکو د دفاع حق او وړتیا یې تایید کړه.

ډار دا هم ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو سره سم د جمو او کشمیر شخړې حل کول په سویلي ایشیا کښې د دایمي سولې لپاره خورا مهم دي.

چین ته د ډار سفر د امریکا، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند وروسته وشو. که څه هم تاوتریخوالی دوام لري. اوربند پرځای پاتې دی او د دواړو غاړو سرتیرو په ورو ورو د سولې وخت ځایونو ته راستانه شوي دي.

Author

نور ولولئ