به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د هند د پوځ د یوه افسر هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان په امرتسر کښې پر طلایی معبد د توغندیو بریدونه کړي دي. بهرنیو چارو دفتر وویل چې دا هند و چې د ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې په شپږمه او اوومه نېټه یې د شپې په منځ کښې د پاکستان دننه عبادتځایونه په نښه کړي دي.

د بهرنیو چارو د ویاند شفقت علي خان په ځواب کښې یوه اعلامیه خپره کړه. په بشپړه اعلامیه کښې راغلي دي:

مونږ په کلکه هغه تورونه ردوو چې ګواکې پاکستان هڅه کړې ده چې طلایی معبد د سېکانو تر ټولو سپېڅلی ځای په نښه کړي. مونږ د ټولو عبادت ځایونو ته ډېر درناوی لرو او د طلایی معبد په څېر یو مقدس ځای په نښه کولو په اړه فکر هم نشو کولی.

په حقیقت کښې دا هند و چې د ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې په شپږمه او اوومه نېټه یې د شپې په منځ کښې د پاکستان په مختلفو عبادتځایونو بریدونه وکړل. د هند لخوا لګول شوي تورونه نشي کولی له دې ناوړه عمل څخه پام واړوي.

پاکستان د سیکهانو د ډېرو مقدسو ځایونو ویاړلی ساتونکی دی. هر کال دا د ټولې نړۍ څخه زرګونه سیکه زیارت کوونکي هرکلی کوي. پاکستان د کرتارپور دهلیز له لارې د ګوردوارا صاحب کرتارپور ته د ویزې پرته لاسرسی هم برابروي. په دې پس منظر کښې د طلایی معبد په نښه کولو په اړه د پاکستان هره ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه او ناسمه ده.

Author

نور ولولئ