به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د لال مسجد د مولوي عبدالعزیز ښځې ام حسن ته ترهګرۍ ضد محکمې (ATC) حکومتي ګاډي باندې د حملې او مبینه توګه په چارواکو ډزې کولو په قضیه کې څلور ورځې جسماني ریمانډ ورکړی دی.

د ATC جج طاهر عباس سپرا قضیه واورېده او ۷ سړي او ۶ ښځې، چې پکې ام حسن هم شامله وه، د پنجشنبې په ورځ یې څلور ورځني جسماني ریمانډ ته واستول.

یوه شپه مخکې، ام حسن د اسلام اباد د مارګله ټاون له مدني مسجد څخه نیول شوې وه، چیرته چې د لومړي اطلاعاتي راپور (FIR) له مخې هغې د پلازمینې پراختیایي ادارې (CDA) چارواکي بندول غوښتل چې د اشرف العلوم مدرسې د جوړولو څارنه یې کوله چې په مری روډ اسلام اباد کښې موجود والاي لري.

د اسلام اباد د انسپکټر جنرل دفتر قانوني افسر طاهر کاظم خبر کدې ته وویل: “دا خالي پلاټ مدرسې ته ځانګړی شوی و او چارواکي هلته د جوړولو څارنې لپاره وو چې ام حسن له نورو ښځو او سړو سره په چارواکو حمله وکړه.”

د FIR له مخې، د ام حسن په مشرۍ یوه ډله خلکو د CDA ملکیت ته زیان ورساوه او په چارواکو یې ډزې هم وکړې. په دې کښې زیاته شوې چې هغې خپلو ملګرو ته وویل چې په سایټ کښې ایښودل شوي جوړاونکی  مواد دی لرې کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپریدونکي ویډیوګانې د نیول کیدو دمخه ام حسن ښیې چې د پولیسو چارواکي ګواښي. په ویډیو کې اوریدل کیږي چې پولیس ام حسن ته وايي چې دوی به ودانۍ “بل ځای ته لیږدوي”.

مولانا عبدالعزیز په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې ام حسن هلته تللې وه ځکه چې چا هغې ته ویلي وو چې اداره یو جومات ړنګوي.

هغه په ​​لال مسجد کښې خلکو ته په خطاب کښې وویل: “مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې سوله وساتي او ام حسن آزاده کړي.”

مولانا عبدالعزیز خبر کدې ته وویل چې دا مسله هغه وخت شروع شوه چې چارواکو اعلان وکړ چې په مری روډ کې د ۲ کنال پلاټ کښې جوړه شوې مدرسه اشرف العلوم به په مارګله ټاون کښې ۴ مرله پلاټ ته لیږدول کیږي. په ځواب کښې ام حسن ځای ته لاړه او له ادارې سره تر خبرو اترو وروسته، دا وټاکل شوه چې ټولې خواوې به سبا ناسته کوي او پریکړه کوي چې څنګه پرمخ لاړ شي. خومولانا عزیز وویل چې دوی ناڅاپه د ام حسن د نیول کیدو خبر ترلاسه کړ.

هم په دغه وخت کښی تحریک طالبان پاکستان هم د ام حسن د ملاتړ لپاره یوه اعلامیه جاری کړې ده.

نور ولولئ