پولیسو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو لس شکمن ترهګر نیولي دي چې د فرورۍ په ۱۷ د کرمې په قبایلي سیمه کې په یوه قافله برید کې یې لاس لرلو.
دا نیونې د کرمې په مختلفو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې شوي دي، چې د وسله والو او امنیتي پرسونل ترمنځ له سختې ډزو وروسته ترسره شوې دی.
د مرستو پر قافله برید د څلورو قانون پلي کونکو افسرانو د شهادت او څلورو نورو د ټپي کیدو لامل شو. په دې برید کې یو پوځي افسر هم شهید شو. په مرګ ژوبله کې یو د لارۍ ډریور هم شامل و.
رسمي سرچینو وروسته وویل چې له ۶۰ څخه ډیر لارۍ کرمې ته روان وو، خو یوازې نهه کرمې ته ورسیدلی. څو لارۍ هم لوټ شوې کله چې دوی هڅه کوله چې تال ته بیرته لاړ شي.
دې پیښې یو ځل بیا په کرمه کې د حالاتو په اړه اندیښنې راپورته کړې. په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په ولسوالۍ کې هیڅ ډول کمښت نشته، مرستې لاهم یوازې په اوږدو وقفو کې ولسوالۍ ته ځي.
خاص په ده وخت حکومت اعلان کړی چې دوي به یو ځل بیا عملیات ترسره کړي ترڅو کرمه له وسله والو څخه پاکه کړي او وسلې ضبط کړي. بیرسټر سیف وویل چې دا عملیات به په خاص توګه په هغه سیمه کې کیګی کوم ځایی چې په قافله برید شوی وو.