| به‌روزرسانی دربارهٔ |12:02

امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې هغه د روان کال د مې میاشتې هغه خطرناک پوځي کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم رول درلود، چې پاکستان او هند د اټومي وسلو د کارولو تر پولو رسېدلي وو. ټرمپ ویلي چې دغه کړکېچ یې د ۳۵۰ سلنه ټرېف د لګولو د ګواښ له لارې مهار کړ.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا–سعودي پانګونې فورم ته په خپله وینا کې څرګنده کړه چې دواړو هېوادونو ته یې د سختو ټرېفونو او له امریکا سره د سوداګرۍ د بندولو ګواښ کړی و، ترڅو هغوی د “اټومي وسلو په کارولو یو بل نه ویشتل” ته مجبوره کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې د پاکستان وزیر اعظَم شهباز شریف ورته په ټیلیفون کې اړیکه نیولې وه او د سپینې ماڼۍ د چيف آف سټاف سوزي وایلز په حضور کې یې ورته ویلي و چې ټرمپ “میلیونونه انسانان ژغورلي دي.”

ټرمپ زیاته کړه چې د هند وزیر اعظم نریندرا مودي هم ورته تلیفوني تماس کړی و او ورته یې ډاډ ورکړی و چې: “موږ جګړه نه کوو.”

هغه په طنزي انداز د ولسمشر جو بایډن نیوکه هم وکړه او ویې ویل چې بایډن به ښايي حتی دا هم نه پوهېږي چې د کومو هېوادونو په اړه خبرې روانې دي.

خو هند مخکې له دې د ټرمپ دا ادعا په کلکه رد کړې وه چې ګواکې د جګړې مخنیوی د هغه د مداخلې او تجارتي ګواښونو پایله وه.

ټرمپ دا هم وویل چې نوموړي د غزې لپاره د سولې پلان او ګڼ نور نړیوالې شخړې هوارې کړې دي، او اوس به د سعودي ولي عهد په غوښتنه د سوډان پر ستونزې تمرکز کوي. هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر دې هم ناخوښي وښوده چې د اوکراین جګړه ختمولو ته تیار نه دی.

نور ولولئ