د کاونټر ټرورېزم ډیپارټمنټ (CTD) بنو او لکي پولیسو په ګډ عملیات کې د ناقانونه ډلې دوه ډېر خطرناک ترهګر وژل شوي دي. دا عملیات د نالي چک ترڅنګ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د پولیسو ویاند په وینا، وژل شوي ترهګرو کې محمد سهیل په نوم احمد او عظمت الله په نوم حافظ شامل دي.
ویاند زیاته کړه چې یاد ترهګر د ډياېسپي ګل محمد او د پاک پوځ د لیفټیننټ عارف په ګډون د پولیسو او امنیتي ځواکونو د ګڼ شمېر سرتېرو د شهادت په پېښو کې لاس درلود.
پولیسو ویلي چې له عملیاتو وروسته د ترهګرو له قبضې څخه یوه کلاشنکوف، یوه ۹ م.م تپانچه، یو موبایل فون او د ناقانونه ډلې دوه کارتونه ترلاسه شوي دي.
د پولیسو ویاند دغه عملیات د سیمې د امن او ثبات لپاره ستره بریا بللې ده.



