به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د خیبر پختونخوا د پبلک ہیلتھ انجینئرینګ صوبايي وزیر پختون یار خان د درې کلنې لور د تښتولو هڅه ناکامه شوه. دا پېښه د وزیر کور ته نږدې وشوه. چرته چې نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو جینی په زوره پورته کړه.

​د راپورونو له مخې تښتوونکي غوښتل چې جينئ له ځان سره بوځي. خو د جينئ په چغو او ژړا خلک راغلل. د سیمې د خلکو د شورماشور له امله تښتوونکي وارخطا شول او شاوخوا یو کیلومټره لیرې یې جينئ پرېښوده او په تېښته بریالي شول. په خوشبختۍ سره جينئ بې له څه زیان څخه وموندل شوه.

​په دې پېښه کې د سیمې د خلکو پر وخت بیدارۍ او مداخلې یو ستر ناورین وژغوره. پولیسو د پېښې نوټس اخیستی او د نامعلومو تښتوونکو د لټون کار یې پیل کړی دی او په سیمه کې امنیت نور هم کلک شوی دی. خلکو د صوبايي وزیر د لور په خوندي موندلو خوښي څرګنده کړې او د تښتوونکو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه یې کړې ده.

نور ولولئ