به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د خیبر پښتونخوا په جنوبی وزیرستان کښی د افغان مهاجرو وطن ته د بیرته ستنیدلو عمل د ضلعی انتظامیې او سیکیورټی فورسز لخوا په امن او امان سره جاری دی. دا بیرته ستنیدل په مرحلو کښی مکمل کیږی.

​د ڈپټی کمشنر مسرت زمان په قول په تیر ۲۰ ورځو کښی ۳۰۰۰ (درې زره) افغان مهاجر د انګور اډې د لارې افغانستان ته بیرته ستانه شول. په بیرته ستنیدونکو کښې نارینه، میرمنې او ماشومان شامل دی.

​ضلعی انتظامیې د مهاجرو د آسانتیا لپاره په انګور اډه بارډر باندې هر څه انتظامات کړی دی. دلته یو سرپناه هم جوړه شوې ده چې پکښې د ۵۰ بسترو ځای شته. د دې نه علاوه په ایګری پارک وانا کښې هم د افغان کورنیو دپاره لنډمهاله خیمې لګول شوې دی.

​په دغو لنډمهاله خیمو او سرپناه کښې مهاجرو ته اوبه، برقی او خوراک په شمول ټول ضروری او بنیادی اسانتیاوې ورکول کیږی.

 ضلعی انتظامیې دا یقین ورکړی چې د بیرته ستنیدو دا لړۍ به په ښه او امن ماحول کښې جاری وی.

نور ولولئ