به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

نن پنجشنبه د ترهګرۍ ضد څانګې دعوې وکړه چې په اسلام اباد کښې د I-9 تاڼې په برید کې ککړ دوه ترهګر نیول شوي دي.
سي ټي ډي د حمزه او رومان په نومونو ترهګر د استخباراتي راپور په اساس د راولپېنډۍ په مغل مارکيټ کښې په يو اپرېشن کښې ونيول.
دغه دواړه ترهګر د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري. له ترهګرو څخه د بم جوړولو سامان هم ترلاسه شوی دی.
سي ټي ډي په يوې اعلامیې کښې زیاته کړه چې دغه ترهګر په افغانستان کښې میشت یو لارښود سره په تماس کښې وو.
سي ټي ډي مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. ترهګرو په تاڼه د راکټ د ډزو په خپل لاس لرلو اعتراف کړی دی.
د جنورۍ په دریمه نیټه پولیسو د I-9 تاڼې د دیوالونو بهر یو کوچنی راکټ موندلی و. خو په دې پېښه کښې څه ځاني زیان نه وو رسېدلې

نور ولولئ