د شپږو کالونو وروسته به د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سږکال د کاناډا په جی ۷ (G7) سرمشریزه کښې ګډون ونه کړي. دا سرمشریزه د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې ده. هندي رسنۍ وایي چې د دې لامل د اوټاوا او نوي ډیلي ترمنځ خرابې اړیکې دي.
د دواړو هیوادونو اړیکې دوه کاله وړاندې په کاناډا کښې د خالصتان بېلتون غوښتونکي مشر هرډیپ سینګ نیجر له وژل کیدو وروسته خرابې شوې. تیر کال کاناډا شپږ هندي دیپلوماټان چې د سفارت مشر هم پکې شامل و. د سیک بېلتون غوښتونکو پر ضد په دسیسه کښې د لاس لرلو په تور وشړل.
سرچینې وایي چې نه هندي او نه کاناډایي حکومتونو د مودي د احتمالي ګډون په اړه کوم تماس نیولی دی. دوی زیاتوي چې د داسې لوړې کچې لیدنې لپاره باید اړیکې ډیرې ښې شي.
امنیتي اندیښنې او نور هیوادونه
پر ډیپلوماټیکو ستونزو سربیره که مودي ګډون وکړي نو امنیتي اندیښنې به هم باید حل شي. د راپورونو له مخې سویلي افریقا، یوکراین او آسټریلیا د سرمشریزې بلنې منلې دي. خو د مودي نه شتون به یو لوی بدلون وي. ځکه چي هغه په تیرو ټولو جی ۷ سرمشریزو کښې ګډون کړی و.
د جی ۷ سرمشریزه سږکال په کناناسکیس، البرټا، کاناډا کښې کیږي. په دې سرمشریزه کښې به د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، انګلستان، امریکا، اروپایي کمیشن او نورو بلل شویو هیوادونو استازي شامل وي.