به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

پاکستان په کلکه د اسراييلو لخوا پر ایران بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې له خپل ورور هېواد ایران سره به اخلاقي او ډیپلوماټیک ملاتړ ته دوام ورکړي.

نن پنجشنبه په اسلام آباد کښې د بهرنیو چارو وزارت ویاند سفیر شفقت علي خان یوې خبري ناستې ته په وینا کښې وویل چې پر ایټمي تاسیساتو د اسراييلو بریدونه د نړیوال قانون خلاف دي. خان زیاته کړه چې ایران د ایټمي وسلو د نه خپراوي تړون لاسلیک کوونکی دی او د ایټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) سره یې همکاري کړې ده.

خان دا هم وویل چې ایران د نړیوال قانون له مخې د ځان دفاع حق لري. هغه پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې پر ایران د اسراييلو تیری ودروي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې پاکستان په بېړنۍ توګه له ایران څخه د خپلو اتباعو په ایستلو کار کوي او تر اوسه ۳۰۰۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. هغه زیاته کړه چې ایراني چارواکي هم د ایستلو په هڅو کښې همکاري کوي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کښې هغه یو ځل بیا د پاکستان د لوړپوړو چارواکو او خلکو د پیوستون او د صهیونیستي رژیم پر ایران د بریدونو د کلکې غندنې له امله مننه وکړه.

ایراني وزیر د صهیونیستي رژیم لخوا پر عامه تاسیساتو، ایټمي مرکزونو، استوګنځایونو، روغتونونو او طبي مرکزونو، او IRIB (ایراني راډیو ټلویزیون) باندې د ترسره شویو بریدونو جزیات ورکړل.

ډار یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم پوځي تیري په غندلو کښې د پاکستان پر ټینګ دریځ ټینګار وکړ او له ایران سره یې د پاکستان د حکومت او خلکو بشپړ ملاتړ تکرار کړ.

نور ولولئ