امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ په یوه مهم اقدام کې سعودي عرب په رسمي ډول د “غیر ناټو مهم متحد” (Major Non-NATO Ally) په توګه وپېژاوه. دا اعلان د هغه ماښامنۍ پر مهال وشو چې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په ویاړ د سپینې ماڼۍ لخوا جوړه شوې وه.
ولسمشر ټرمپ وویل چې دواړه هېوادونه به خپلې پوځي همکارۍ نوو لوړو ته ورسوي. هغه زیاته کړه چې دغه درجه سعودي عرب لپاره ډېره مهمه ده او دا لومړی ځل دی چې اعلان کېږي، ځکه سعودي چارواکو غوښتل دا د دې غونډې لپاره یو سرپرایز وي.
تر دې وړاندې یوازې ۱۹ هېوادونو ته د غیر ناټو مهم متحد ځانګړې درجه ورکړل شوې وه، چې په سیمه کې اسراییل، اردن، کویت او قطر هم پکې شامل دي. دا درجه د امریکا شریکانو ته پوځي او اقتصادي اسانتیاوې برابروي، خو د ناټو په څېر د امنیت تضمینونه نه لري.
دواړو هېوادونو د “ستراتېژیک دفاعي تړون” پر نوم یو مهم دفاعي موافقه لیک هم لاسلیک کړ. د سپینې ماڼۍ په وینا، دا تړون به په منځني ختیځ کې د دفاعي بازدارنې وړتیا پیاوړې کړي او امریکايي دفاعي شرکتونو ته به سعودي عرب کې د فعالیت زمینه اسانه کړي. خو دا تړون د هغه رسمي ناټو ډوله امنیتي تړون په کچه نه دی چې سعودي عرب یې په پیل کې غوښتونکی و.
سپینې ماڼۍ تایید کړه چې ولسمشر ټرمپ سعودي عرب ته د پرمختللو F-35 جنګي الوتکو د راتلونکې پلور اجازه ورکړې ده. دا به لومړی ځل وي چې امریکا ریاض ته دغه سټیلټ الوتکې ورکوي، کوم چې په سیمه کې د ځواک توازن بدلولی شي. تر دې وړاندې په منځني ختیځ کې یوازې اسراییل دا الوتکې لرلې. سربېره پر دې، سعودي عرب د ۳۰۰ امریکايي ټانکونو د اخیستو پرېکړه هم کړې ده.
سعودي ولي عهد ژمنه وکړه چې په متحده ایالاتو کې سعودي پانګونه به له ۶۰۰ میلیارد ډالرو څخه ۱ ټریلیون ډالرو ته لوړه کړي، که څه هم د دې مهالویش او تفصیلات لا نه دي څرګند شوي. دواړو هېوادونو د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ لپاره یو ګډ اعلامیه هم لاسلیک کړه، چې د قانوني چوکاټ حیثیت لري.
شهزاده محمد بن سلمان د تود هرکلي مننه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې نږدې نهه لسیزې لري، او اوس اقتصادي همکاري تر هر وخت پراخه شوې ده.



