نن د جمعې په ورځ د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن په پوله د تېرې شپې د ترهګریزې پېښې له امله بنده پاتې شوه. چې پکې شپږ کسان وژل شوي وو. د امنیتي چارواکو په وینا د پولې سره نږدی د موټرو د تم کیدو ځای (پارکینګ) کې د چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د عملیاتو بهیر یې پیل کړی دی.
د بمونو شنډولو ډله او خاص تخنیکي ټیمونه نن سهار چاودنې ته ورغلل. چې د پېښې نوعیت په اړه جزییات راټول کړي. ټیمونه د دې په اړه څېړنې کوي. چې ایا دا ځانمرګی برید و که مخکې څخه مواد ځای پر ځای شوي وو. امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
چارواکي وايي چې د امنیتي عملیاتو د بشپړېدو او د خطر د ختمولو وروسته به د پاکستان او افغانستان پوله بیا پرانستل شي. د پولې د بندېدو له امله په سلګونو خلک په دواړو خواوو کې بند پاتې دي او په بې صبرۍ سره پولې پرانستلو ته انتظار باسي. د وروستیو معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونه په سیمه کې چمتو دي او د هر ډول وضعیت لپاره تیار دي.
څرنګه چې د چاودنې د نوعیت او پولې د پرانستلو په اړه نوي معلومات امنیتي چارواکو ته لاس ته ورشي نو رسنۍ به خبر شي. تر هغې پورې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وځنډول شي.