به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري په ښکاره او واضحه وينا ده. چې د پاکستان رياست به هېڅ ډول غیر رياستي عناصر ونه زغمي او په هېواد کې به د هېڅ وسله والې ډلې يا تنظيم لپاره ځای نه وي.

​د يوې جرمن مجلې سره په يوې خاص مرکه کې د پوځ وياند د افغان کډوالو، ترهګرۍ، د هند د پاليسو او د سيمې پر حالاتو په تفصيل سره خبرې وکړې. هغه يو مهم ټکی راپورته کړو. چې د جهاد اعلان کول يوازې د رياست حق دی نه د څه ډلې يا د څه سړی حق دی.

افغان کډوال او ترهګري

​لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري وويل چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د لکونو افغان کډوالو مېلمستيا کړې. خو اوس د هغوی د عزتمن راستنېدو لپاره منظم اقدامات کېږي. د هغه په ​​وينا پاکستان د بشري بنيادونو له مخې د وتلو په نېټه کې څو ځله پراختيا ورکړې. خو پخې شوې شواهد شته چې ناقانونه افغان کډوال په ترهګرۍ او نورو جدي جرمونو کې لاس لري.

​د پوځ وياند څرګنده کړه چې د افغان کډوالو د پناه ورکولو اصلي لاملونه چې بهرنۍ لاسوهنه او کورنۍ جګړه پکې شامله وه، اوس ختم شوي ده.

د هند پاليسۍ او شواهد

د هند د پاليسيو په اړه د پوځ وياند وويل چې په هند کې د تاوتريخوالي پېښې په حقيقت کې د هغه د سخت دريځه فکر پايله ده. د هغه په ​​وينا د هند عادت دی چې خپلې کورنۍ ستونزې بهرنۍ او بهرنۍ ستونزې کورنۍ ښيي.

​هغه د کره شواهدو په حواله وويل چې د پاکستان په ترهګريزو بريدونو کې د هند حکومتي ادارې، د فعالو پوځي افسرانو په ګډون لاس لري. پاکستان دا شواهد څو ځله نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي دي. هغه زياته کړه چې د کشمير د ستونزې د حل لپاره بايد نړيواله ټولنه فعال رول ولوبوي. د هغه پوزیشن و چې د هند دولتي ادارې، د پوځ په ګډون، د سخت پوزیشن سياسي نظرونو تر اغېز لاندې دي.

د ترهګرۍ پر ضد قربانۍ او د سيمې حالات

​د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د لویو قربانيو په اړه لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري وويل چې پاکستان د لومړۍ کرښې د يو هېواد په توګه په دې جګړه کې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښودل شوي وسلې اوس د ترهګرو په لاس کې دي. چې امريکا خپله هم پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

​په مرکه کې هغه دا هم وويل چې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ او د حق په جګړه کې د امريکا د پخواني ولسمشر ټرمپ مشرتابه رول يو ستراتيژيک مشر په توګه راڅرګند شو او پاکستان له خپل ورور هېواد چين سره رغنده او ستراتيژيکې اړيکې لري.

​په پای کې هغه وويل چې امريکا د مجيد بريګيډ (چې په پاکستان کې ناقانونه ده) يو نړيوال ترهګريز سازمان بللی دی او په بلوچستان کې د وژل شويو څو ترهګرو نومونه د نامتو ورک شويو کسانو په لېسټونو کې شامل وو.

نور ولولئ