به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په شمالي پاکستان کښې د سختو بارانونو او سیلابونو وروسته د یوې لویې ځمکې ښویېدنې ویډیو په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو خپره شوه. کاروونکو او حتی ځینې رسنیو هم په غلطۍ سره دا ویډیو د خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته منسوب کړه. خو د پلټنې وروسته معلومه شوه چې دا ویډیو په اصل کښې د ګلګت بلتستان د هنزه سیمې ده.

​ادعا:

​ایکس (پخوانی ټویټر) باندې په یو شمیر پوسټونو کښې د ځمکې ښویېدنې او سیلاب ویډیو شریکه شوه او دعوه وشوه چې دا پېښه په خیبر پښتونخوا، پاکستان یا د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې شوې ده.

​د بېلګو په توګه د FrameTheGlobe، MonitorX، او RT India په څیر اکاونټونو پوسټونه شامل دي. چې ورته ویډیو یې د بېلابېلو ځایونو ادعا سره شریکه کړې ده.

​حقیقت:
​دا ویډیو نه د خیبر پښتونخوا ده او نه هم د کشمیر. د خبر کدہ لخوا د حقیقت موندنې وروسته معلومه شوه چې دا صحنې د ګلګت بلتستان د هنزه په منټکا لاج ګلمیټ کښې دي.
​په ګوګل کښې د دې ځای د لټون په واسطه د لاج پته او په تخته باندې یې ورته لوگو هم شته.

​پایله:
​د دې ویډیو هیڅ تړاو د خیبر پښتونخوا وروستیو سیلابونو یا کشمیر کښې پېښو شوو ځاني زیانونو سره نشته. بلکې دا ویډیو د ګلګت بلتستان په هنزه سیمه کښې فلم شوې ده. د دې ډول صحنو په غلطه توګه د جګړو یا طبیعي پیښو ځپلو سیمو ته منسوبول په خلکو کښې د غلط فهمۍ او ګډوډۍ لامل کیدی شي.

​ګمراه کوونکې – د ځمکې ښویدنې دا ویډیو د هنزه ده، نه د خیبر پښتونخوا یا آزاد کشمیر ده.

نور ولولئ