په کرم ضلع کښې د ناامنۍ له امله د خلکو ژوند تريخ شوی دی. تېر کال په کرم کښې د شيعه او سُنيانو ترمنځ د شخړو له امله د سلګونو کسانو تر وژنې او د اربونو روپو د زيان وروسته د کوهاټ امن معاهدې، په سيمه ايزه کچه د کلیو ترمنځ د امن معاهدو او بيا له ټولې ضلعې د وسلو جمع کولو په ګډون په جنګ ځپلو سيمو کښې د مورچو ړنګولو او په ټل پاړه چنار سړک د نويو چیک پوسټونو جوړولو سره د امن هيله پيدا شوې وه. خو له تېرو څو ورځو راهيسې په اپر کرم کښې د دوو ځايي کسانو په ګډون د اضافي اېس اېچ او تر وژل کېدو وروسته په سيمه کښې د وېرې فضا خپره شوې ده. د دې نه وروسته د شپې لخوا پرلپسې د راکټي بريدونو او ډزو پېښې کېږي.
په اپر کرم کښې د راکټي بريدونو او ډزو پېښې
په اپر کرم کښې د ځايي خلکو په وينا دا پېښې د دواړو خواوو ترمنځ د وژنو پېښو وروسته کېږي. چې په اربعين کښې پر بوشهره غريب امام بارګاه له نامعلوم لوري څخه راکټي لانچر وويشتل شو. چې هېڅ ځاني زيان يې نه وکړو. د ځايي خلکو په وينا په بله ورځ پر بوشهره کلي هم يو بل راکټي لانچر وويشتل شو او همدارنګه په درېيمه ورځ هم راکټي ډزې وشوې، خو پوليس د دغو راکټي بريدونو تصديق نه کوي.
د دغو پېښو وروسته په ټولنيزو رسنيو باندې کنځل او بد ويل پيل شول او د ضلعې حکومت پر وخت اقدامات وکړل او د اګست په ۱۷ مه د ضلعې انتظاميې، پوليسو او امنيتي ادارو په منځګړيتوب د شيعه او سُني قبيلو يوه ګډه جرګه وشوه. دواړو خواوو په دې عزم ټينګار وکړ چې په دې وروستيو کښې له رامنځته شوي وضعيت سره به په ګډه مقابله کوي او د شرپسندو عناصرو په ختمولو سره به په سيمه کښې امن وساتي.
په دې موقع اضافي ایډیشنل کمشنر امير نواز وويل چې د کرم امن د قربانيو او اوږدې مبارزې وروسته قايم شوی دی. له څه مودې راهيسې شرپسند عناصر د دې امن د سبوتاژ کولو هڅه کوي. د جرګې غړو وويل چې دوی به په هېڅ صورت د خپلې سيمې امن خرابېدو ته پرېنږدي او د شرپسندو پر خلاف به له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
د وژنو پېښې او حکومت لخوا جرګه
په اپر کرم کښې په بوشهره سيمه کښې حالات هغه مهال خراب شول او حکومت بيا جرګې ته هغه مهال مجبور شو، کله چې په سيمه کښې په دوو جلا پېښو کښې دوه کسان ووژل شول او پر پوليسو په ډزو کښې اضافي اېس اېچ او ووژل شو.
د کرم پوليسو يوه چارواکي وويل چې د اګست په ۱۴ مه سهار په نستي کوټ سيمه کښې د عابد حسين په نوم يو مطلوب کس، چې په تهران توري هم مشهور و، د نيولو لپاره يې پر کور چاپه ووهله. د هغوی په وينا د چاپې په ځواب کښې له کوره پر پوليسو ډزې وشوې، چې له امله يې د اپر کرم تاڼې روضې ایډیشنل اېس اېچ او قيصر حسين ووژل شو.
د پوليسو په وينا دويمه پېښه هم د اګست په ۱۴ مه په مليخېل کښې رامنځته شوه. چې د ځايي خلکو په وينا وسله والو کسانو پر يو شيعه شخص شعيب حسين ډزې وکړې او هغه يې سخت ټپي کړ. تر اوسه دا معلومه نه ده چې هغه چا او ولې په نښه کړ.
د پوليسو په وينا له دې وړاندې د اګست په ۱۳ مه د اهل سنتو په بوشهره کلي کښې د قادر ګل منګل په نوم د يوه ځايي شخص مړی وموندل شو، چې په ډزو وژل شوی و او يو ورځ وړاندې د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی و.
له دې يوه ورځ وړاندې د اګست په ۱۲ مه د ډنډر صحرا په مولا باغ سيمه کښې د يو شپون رجب علي په نوم د يوه شخص مړی وموندل شو چې تر تشدد وروسته وژل شوی و.
د پوليسو په وينا په کرم ضلع کښې په تېر يو کال کښې د شتمنيو پر سر د شخړو او فرقه يي فسادونو له امله وسله والې نښتې شوې دي. چې په هغوی کښې نږدې څلور سوه کسان وژل شوي او سلګونه بې کوره شوي دي. د کرم ضلعې يو ټولنيز فعال شاهين خان وايي چې په ضلع کښې دا شخړې د فرقه يي تشدد بڼه اختياروي. چې پکې نقصان جوړیږي. خو د تېر کال د سمبر په ۱۲ مه په اپر کرم کونج عليزی کښې پر قافله بريد، د نومبر په ۲۱ مه په لوئر کرم اوچت کښې پر قافله بريد او د نومبر ۲۲ مه د بګن بازار پېښه او د کلي سوځول هغه پېښې وې، چې له دې وروسته په کرم ضلع کښې حالات په مکمله توګه بدل او د کرکې او ناامنۍ فضا خپره شوه.
په کرم کښې پر امنيتي ځواکونو بريدونه
په سنټرال کرم کښې پر امنيتي ځواکونو څو بريدونه شوي دي. چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو په سنټرل کرم کښې په مختلفو سيمو کښې هدف مند اپریشن هم کړي دي. د ځايي خلکو په وينا د سنټرل کرم په تور غر سيمه کښې تېره مياشت د جون په ۲۲ مه د مبينه ګولۍ بارۍ په نتيجه کښې څلور ماشومان وژل شوي وو. له دې وروسته د سنټرل کرم په ووټ نومې کلي کښې د رحيم په نوم د يوه کس پر کور د ګولۍ پرېوتو له امله يو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي وو.
په دې اړه يو ځايي ټولنيز فعال عبدالخالق پټان وويل چې د هغوی بدنونه دومره سخت خراب شوي وو چې په سختۍ سره پېژندل کېدل. د عبدالخالق پټان په وينا لږ تر لږه لس ګولۍ وويشتل شوې. له هغوی څخه يې نېغ په نېغه ماشومان په نښه کړل. د هغه په وينا يو بل ګولۍ پر يوه جومات پرېوته. خو هېڅ ځاني زيان نه و رسیدو. پاتې ګولۍ په خلاصو ځايونو کښې پرېوتلې.
د دغو بريدونو له امله په ټوله ضلع کښې د خلکو ترمنځ د غم او غصې څپه راغله. چې له دې وروسته غمېدلو کورنيو او قبايلي مشرانو د ماشومانو پاتې شونې د ضلعې مرکز پاړه چنار ته يوړل او احتجاجي مظاهره يې وکړه او د انصاف غوښتنه يې وکړه. د دې احتجاجي مظاهرې مشري عبدالخالق پټان کوله.
احتجاج کوونکو د بې پلوه پلټنو غوښتنه وکړه. عبدالخالق پټان وپوښتل چې د دوی جرم څه و؟ مونږ ته و وايي چې مونږ خپل پاتې ماشومان وساتو.
د دې نه وروسته د جولايي په ۹ مه په سنټرل کرم ووټ کلي کښې پر کور د بارودي ګولۍ پرېوتو له امله يو ماشوم ووژل شو او څلور کسان ټپيان شول. چې پر خلاف يې ځايي خلکو په سنټرل کرم او لوئر کرم کښې هم احتجاجي مظاهرې وکړې او له حکومت څخه يې د امن د بحالۍ غوښتنه وکړه.
له دغو پېښو څخه څو اونۍ وړاندې په هم دې تحصيل کښې په ګوازه ټاپو کلي کښې له نامعلوم لوري څخه د ګولۍ بارۍ په نتيجه کښې يوه ښځه وژل شوې وه.
دا بريدونه د کوهاټ معاهدې له شرطونو سره سره شوي. چې د مې تر ۳۰ مې پورې يې د ناقانونه وسلو د حواله کولو غوښتنه کړې وه، ترڅو اوږدمهاله امن وساته شي.
د کوهاټ معاهدې سره سم په کرم ضلع کښې د شيعه او سُنيانو په فسادونو کښې په جنګ ځپلو سيمو کښې موجودې مورچې ړنګې شوې او پړاو په پړاو وسلې هم راټولې شوې. د مورچې ړنګولو کمېټې غړی شاهد خان وايي چې په کرم ضلع کښې وړې او غټې نږدې ۳۲۰ بنکرزونه ړنګ کړل شول. د دې ترڅنګ له هغو کلیو څخه هم وسلې راټولې شوې چې ترمنځ يې جنګونه شوي وو.
په کرم کښې د بمي چاودنو او چک پوسټونو جوړېدل
د کرم ضلعې د اپر کرم په يوه شيعه اکثريت لرونکي سرحدي کلي پيواړ شرمخېل کښې د لرګيو راټولولو څلور کسان د ماين چاودنو کښې ووژل شول، په داسې حال کې چې څلور نور ټپيان شول. د پاړه چنار په يوه روغتون کښې له ابتدايي درملنې وروسته ټپيان بيا پېښور ته لېږدول شوي وو.
قبايلي مشرانو د دغو بريدونو په کلکه غندنه کړې او د فوري پلټنو او ذمه وارو کسانو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
د کوهاټ په کرم امن معاهده کښې د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف په يوه بيان کښې ويلي وو. چې په سيمه کښې د امن او امان د بحالۍ لپاره به ۴۰۰ عسکر وګمارل شي او د نويو چیک پوسټونو په ګډون به دوه اېف سي پلاټونونه هم ځاي پر ځاي شي. چې پر دې عملدرآمد کوي. پر ټل پاړه چنار سړک نوې چیک پوسټونه هم جوړ کړل شوي او له پوليسو سره د اېف سي عسکر هم ګمارل شوي دي. د دغو اقداماتو وروسته د ټل پاړه چنار لويه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاص شوی او له افغانستان سره د تجارت لپاره د خرلاچي بارډر هم خلاص کړل شوی دی. خو له دې سره سره په سيمه کې د بشپړ امن د بحالۍ هېڅوک يقين نه شي کولی.
په سيمه کښې د ناامنۍ پر خلاف د نورو قبايلي ضلعو په څېر په کرم ضلع کښې هم د امن مارچ ترتيب کړل شوی و. چې پکې زرګونو کسانو ګډون کړی و او په سيمه کښې يې د امن د بحالۍ غوښتنه وکړه. په دې دوران کښې ويناوالو خطاب وکړ او ويې ويل. چې په سيمه کښې د امن د بحالۍ کار د رياست دی او رياست دې په خپلو سيمو کې په فوري توګه په جديت سره د امن هڅې تېزې کړي.
د دغو ټولو اقداماتو سره سره په ټولنيزو رسنيو په ګډون په مختلفو ځايونو کښې د کرم ضلعې خلک د امن د خراب وضعيت په اړه خپلې رايې وړاندې کوي. د سنټرل کرم يو ټولنيز فعال امجد خان وايي چې له تېر يو کال راهيسې د کرم ضلعې په مختلفو ځايونو کښې ناخوښه پېښې کېږي چې له امله يې ځايي خلک رواني ناروغان شوي دي. په داسې حال کښې چې د امن خير غواړي هم خوندي نه دي. تېره مياشت په سده بازار کښې د امن مارچ يو تنظيموونکی او ټولنيز فعال خواجه ناهيد ځايي پوليسو نيولی و چې وروسته بيا خوشې شو.
ټولنيز فعالان او د امن پاسون تنظيموونکي وايي چې له يوې خوا د ناامنۍ له امله خلک بې چينه دي. په داسې حال کښې چې له بلې خوا د امن د نعرو پر ځای پوليس يې نيسي.
ځايي خلک وايي چې له يو کال راهيسې حکومت د امن د بحالۍ لپاره مختلف حکمت عملۍ اختياروي. د ټل پاړه چنار سړک د بشپړې خلاصېدو اطلاع ورکوي خو له دې سره سره زياتره په سيمه کښې د ناخوښه پېښو وروسته سړک بندېږي. چې له امله يې ټوله ضلع فلج کېږي.
په کرم ضلع کښې په بېلابېلو ځايونو کښې د نويو چک پوسټونو جوړېدل، له ټولې ضلعې د وسلو راټولول او په لوئر کرم کښې د پوځي عملياتو سره سره له تېر يو کال راهيسې د ناامنۍ مختلفې پېښې په ګډون په مختلفو ځايونو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه شوي دي. چې پکې ګڼ شمېر کسان ووژل شول. د اوږدمهاله امن لاسته راوړل اوس هم لرې ښکاري.