د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د اګست په ۲۱ مه په یوه مهم دوه ورځني سفر اسلام آباد ته راځي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې دا سفر له نوي ډیلي څخه وروسته کیږي او مقصد یې د چین او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا لا پیاوړي کول دي. د دې سفر په ترڅ کښې به وانګ یي د پاکستان له ملکي او پوځي مشرتابه سره لوړې کچې غونډې ولري. چې تمرکز به یې د چین او پاکستان ترمنځ پر ستراتیژیکو خبرو وي.
ماهرین په دې باور دي چې د خبرو اترو مهم موضوعات به د می په میاشت کښې له څلور ورځنۍ پاکستان هند پوځي شخړې وروسته وضعیت وي. چې چین پکې له پاکستان سره غیر مستقیمه خو مهمه مرسته وکړه. چې په هغه کښې به پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ ورکول هم شامل وي.
د راپورونو له مخې د چین جی-۱۰سي جنګي الوتکو او ټی ایل-۱۵ توغندیو د پاکستان لخوا د هند د څو جنګي الوتکو، په شمول د فرانسوي رافیل الوتکو په ویشتلو کښې مهم رول لوبولی دی. د دې ترڅنګ د پهلګام پېښې وروسته د چین دوامداره ډیپلوماټیک ملاتړ به هم تر بحث لاندې ونیول شي. چې دواړه ایټمي ګاونډیان یې د جګړې غاړې ته ورسول. تمه کیږي چې د جون په میاشت کښې د ایران او اسراییل شخړه او د پاکستان او امریکا ترمنځ مخ په زیاتیدونکې اړیکې به هم د خبرو اترو یوه مهمه برخه وي.
د دې سفر یوه بل مقصد د روانې میاشتې په پای کښې د لومړي وزیر شهباز شریف د چین د راتلونکي سفر د اجنډا بشپړول دي. شهباز شریف به د شنګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کښې ګډون وکړي او د چین له مشرانو سره به دوه اړخیزې غونډې هم ولري. که څه هم په څرګنده توګه یې یادونه نه ده شوې خو په خبرو اترو کښې ښايي د پراخو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر اقداماتو، په ځانګړې توګه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پر پرمختګ او راتلونکي هم خبرې وشي.
د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر په داسې حال کښې کیږي چې پاکستان له نورو سیمه ایزو هیوادونو سره هم د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي، چې ثبوت یې د اګست په ۲۳ مه بنګله دیش ته د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر دی. چې مقصد یې له دغه هیواد سره د اړیکو لا پیاوړي کول دي.