په کوهاټ کښې د پولیسو یوې لویې او مهمې کاروايي په ترڅ کښې د تحریک طالبان پاکستان لپاره کارکوونکي دوه مهم ترهګر نیول شوي دي. دغه نیول شوي دواړه کسان وروڼه دي او د پولیسو په توګه یې دنده ترسره کوله. د پولیسو په وینا دغه کسان د محرم په میاشت کښې د تخریبي کارونو او د کوهاټ پولیسو د لوړپوړو افسرانو په نښه کولو پلان لرلو.
تېره ورځ په کوهاټ پولیس کلب کښې د یوې خبري ناستې په ترڅ کښې د سیمې پولیس افسر عباس مجید مروت، د ضلع د پولیسو افسر ډاکټر زاهد الله او د سی ټي ډي ایس پي سعادت خان په شتون کښې د دې کاروايي جزیات بیان کړل.
آر پي او عباس مجید وویل چې له نیول شویو ترهګرو څخه یو سپاهي سراج د ضلعي د پولیسو کارمند دی. او بل سپاهي فریدون د سی ټي ډي پولیسو کښې دنده ترسره کوله. دغه دواړه وروڼه په پولیسو کښې دننه ترهګرو ته حساس معلومات ورکول.
د پولیسو په وینا نیول شوی سپاهي سراج د پولیسو په کنټرول روم کښې دنده ترسره کوله او له هغه ځایه یې ترهګرو ته مهم معلومات ورکول.
په داسې حال کښې چې ورور یې فریدون د سي ټي ډي په اصلي دروازه کښې ولاړ و. دوی د پولیسو او سي ټي ډي لوړپوړي افسران په نښه کولو پلان لرلو. د دوی په پلانونو کښې د پولیس لاینز جومات، د سي ټي ډي تاڼه او نورو دولتي ودانیو کښې چاودنې هم شاملې وې.
آر پي او زیاته کړه چې دغو اسانتیا برابرونکو ترهګرو ته مهمې نقشې هم ورکړې وې. د دوی په خبرتیا دوه ځلې د افسرانو په موټرو کښې چاودیدونکي مواد ایښودل شوي وو خو له نیکه مرغه نه وچاودېدل .
د دې نه علاوه دغو کسانو د محرم په جلوسونو کښې د تخریبي کارونو او د اګست د څوارلسمې (۱۴) د لاریونونو د په نښه کولو منصوبه هم لرله.
پولیس وايي چې دغه کسان په ډېرو پېچلو تخنیکونو سره موندل شوي دي. له محکمې څخه د دوی ۱۵ ورځنی فزیکي ریمانډ (بند) ترلاسه شوی او د نورو اسانتیا برابرونکو او نیټ ورک د نیولو لپاره اپریشن روان دي. دا کاروايي د کوهاټ پولیسو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي چې د ترهګرۍ یوه لوه منصوبه یې ناکامه کړه.