څو ورځې وړاندې د جمعیت علمائے اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان زوی مولانا اسجد محمود د ملي لویې لارې N55 پر یارک پولیس سټېشن حدودو کښې د وسله والو کسانو لخوا په ټوپک ونیول شو. دا پېښه هغه مهال شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوه کله چې محمود لکي مروت ته د یوې جنازې لپاره روان و.
د معلوماتو له مخې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ وسله والو کسانو چې ځینې راکټ لانچرونه هم درلودل. هغوي د اسجد محمود درې موټره کاروان ودراوه. دوی وویل چې د خپل مشر په امر عمل کوي او غوښتنه یې وکړه چې ټول کاروان دې ورسره ولاړ شي.
د محمود امنیتي ساتونکو مقاومت وکړ او خپلې وسلې یې راوایستلې. چې له امله یې ۱۵-۲۰ دقیقې یو ټېنګ حالت رامنځته شو. وسله والې ډلې بالاخره له خپل مشر سره تر خبرو او اجازه اخیستو وروسته کاروان ته د تګ اجازه ورکړه.
دې پېښې په سیمه کښې د امنیتي ناکامیو په اړه جدي اندیښنې راپورته کړې دي. سینیټر مولانا عطاالرحمان دا مسله د سې شنبې په ورځ سینیټ ته راوړه.
جمیعت علمائے اسلام یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې دوی د سولې او ترهګرۍ پر ضد له دولت سره د ملاتړ له امله سزا ورکول کیږي. په خبرپاڼه کښې ویل شوي چې دې پېښې په خیبر پښتونخوا کښې د امنیتي وضعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې او داسې ښکاري چې په ځانګړي توګه د ولایت په سویلي ولسوالیو کښې د حکومت واک کمزوری شوی دی.
د جمیعت علمائے اسلام سیاست والو ته په ۲۰۲۵ کال کښې د پاکستان په څلور و ایالتونو کښې څو ځله بریدونه شوي دي. چې په څو پېښو کښې سیمه ییز مشران هم وژل شوي دي.