په سوات کښې نن د چهارشنبې استخباراتي معلوماتو په اساس امنیتي ځواکونو څلور ترهګر وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) مطابق دا عملیات د ترهګرو په اړه د پټو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته په ګډه ترسره شول.
د ډزو په مهال څلور ترهګر ووژل شول. امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د آی ایس پی آر په وینا له ترهګرو څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
آی ایس پی آر زیاته کړه چي په سیمه کښې د نورو پاتې شویو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.
مارچ له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ترهګرۍ له لحاظه تر ټولو خونړۍ میاشت وه. د یو وروستي راپور له مخې په ټول هیواد کښې ۱۰۵ ترهګریز بریدونه شوي دي او د هغوی په ضد عملیات هم ګړندي شوي دي. په مارچ کښې ټول ۱۷۱ ترهګر وژل شوي دی. په داسې حال کښې چې ۸۶ امنیتي کارکوونکو او ۷۸ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.