پاکستان او بنګله دېش د بهرنیو چارو د سیکرترانو په کچه د شپږم دوه اړخیزو مشورو وروسته خپله اړیکه پیاوړې کوي. دا له ۱۵ کلونو وروسته د لوړې کچې خبرو اترو بیا پیل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې ویلي دی چې دا مشورې چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرترې آمنه بلوچ او د بنګله دېش د بهرنیو چارو سکرټرې محمد جاسم الدین په مشرۍ ترسره شوې. دوستانه او ګټورې وې او د دوه اړخیزې همکارۍ د بیا ژوندي کولو لپاره یې ګډه ژمنه څرګنده کړه.
وزارت وویل چې خبرو اترو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي او ستراتیژیکې همکارۍ په ګډون پراخه موضوعات تر پوښښ لاندې ونیول. چې په ګډ تاریخ او فرهنګي تړاوونو یې ټینګار وکړ.
دواړو خواوو په نیویارک، قاهره، ساموا او جدې کښې د وروستیو لوړې کچې اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه. کوم چې په اړیکو کښې د نوي پرمختګ لامل شوي دي.
دوی د منظمو خبرو اترو د پاتې تړونونو چټکولو او په سوداګرۍ، کرنې، تعلیم او ارتباطاتو کښې د همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ.
د وزارت د بیان له مخې په خبرو اترو کښې څو مشخص وړاندیزونه وشول. پاکستان د بنګله دېش زده کونکو ته په خپلو زراعتي پوهنتونونو کښې سکالرشپونه وړاندې کړل. په داسې حال کښې چې بنګله دېش په کب نیولو او سمندري زده کړو کښې د تکنیکي روزنې فرصتونه وړاندې کړل.
بنګله دېش د پاکستاني خصوصي پوهنتونونو لخوا د سکالرشپ وړاندیزونه هم وستایل او د تعلیمي همکارۍ د زیاتولو اړتیا یې په ګوته کړه.
ارتباط د یو مهم لومړیتوب په توګه وپیژندل شو. دواړو خواوو د کراچۍ او چټګرام ترمنځ د مستقیم سمندري لارې د پیلیدو هرکلی وکړ او د مستقیم هوایی اړیکو په بیا رغولو یې ټینګار وکړ. دوی د سفر او ویزې پروسو په ساده کولو کڅې په پرمختګ هم خوښي څرګنده کړه.
بنګله دېش په ډاکه کښې د پاکستاني هنرمندانو وروستي نندارتونونه وستایل. او پاکستان د دوه اړخیزو فرهنګي تبادلو هڅونه وکړه. په لوبو، رسنیو او فرهنګي بنسټونو کښې د پراخې همکارۍ په اړه خبرې وشوې. چې د څو تفاهم لیکونو نهایی کول هم پکې شامل وو.
په څو اړخیزو مسلو کښې دواړو هیوادونو د سویلي ایشیا د سیمه ایزې همکارۍ سازمان (سارک) د خپلو بنسټیزو اصولو سره سم د بیا ژوندي کولو لپاره خپله ژمنه تکرار کړه. پاکستان د بنګله دېش د مشرتابه لید لوري ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سارک پروسه به له دوه اړخیزو سیاسي ملاحظاتو څخه پاکه وساتل شي.
وزارت زیاته کړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو سکرټرې خپل بنګله دېشي سیال ته د هند تر ولکې لاندې کشمیر (IIOJK) په اړه معلومات ورکړل او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او د کشمیري خلکو د هیلو سره سم یې د دې شخړې د ژر تر ژره حل کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.