| به‌روزرسانی دربارهٔ |14:52

د مہمند ضلعې د صافي تحصیل په غرنیو سیمو کې، په یوه وړوکي کلي کې د سهار لمر لا نه دی پورته شوی، چې د ښوونځي په صحن کې د ماشومانو خنداګانې پیل شوې. څو کاله مخکې په همدې ځای کې ترهګرو د بارودي موادو په کارولو سره د ښوونځي ودانۍ په نښه کړې وه. دېوالونه یې مځکې ته غځېدلي ول، چت راپرېوتلی و او د ماشومانو خوبونه د ملبې لاندې ناست وو. خو نن دغه ځای بیا د ژوند منظره وړاندې کوي. پاک پوځ نه یوازې ښوونځی له سره جوړ کړی، بلکې دا یې د مخکې نه هم ښکلی، مضبوط او عصري جوړ کړی دی.

د پنځم ټولګي زده کوونکی سید احمد په نوي یونیفارم کې په ټولګي کې ناست مسکا کوي. په سترګو کې یې د راتلونکي روښانتیا ده. هغه وویل: “ما فکر کاوه چې زما تعلیم ختم شوی دی او زه هیڅکله ډاکټر نه شم کېدای، خو کله چې ښوونځی بیا جوړ شو، زما ټول خوبونه بیرته راغلل. اوس زه حتماً ډاکټر جوړېږم او د خپل خلکو خدمت کوم.”

د هغه پلار جمال الدین، چې خپله یې هیڅکله ښوونځي ته تللی نه و، د خپل زوی لاس نیولی ولاړ دی. د هغه سترګې لمدې دي. هغه وویل: “زه ناخوانده پاتې شوم، خو خپل ماشومان نه شم کولای ناپوه ووینم. دا ښوونځی زموږ د ماشومانو راتلونکې ده. الله پاک پوځ ته خیر ورکړي چې زموږ د ماشومانو خوبونو ته یې بیا ژوند ورکړ.”

دا کیسه یوازې د مہمند یوه کلي نه ده، بلکې د ټوله پاکستان کیسه ده.

نن پاکستان د یوې لویې تعلیمي انقلاب په پړاو کې ولاړ دی. حکومت د “ایجوکیشن ایمرجنسي ۲۰۲۴” او “نیشنل ایجوکیشن پالیسي ۲۰۲۵” له مخې دا وعده کړې چې تر ۲۰۳۰ پورې به یو کروړ ماشومان بیرته ښوونځیو ته راوستل شي. په دې وخت کې په هېواد کې ۲۲–۲۶ میلیونه ماشومان د ښوونځي څخه بهر دي، چې زیاتره یې نجونې دي. په بلوچستان او سند صوبو کې وضعیت تر ټولو جدي دی، خو اوس د بدلون پروسه پیل شوې ده.

د بې نظیر تعلیمي وظایفو پروګرام له لارې په ۲۰۲۴ کې ۱۴.۸ میلیونه ماشومانو ته د ۱۱۷ اربه روپیو مرسته ورکړل شوې. د پنجاب په ۵۰ ولسوالیو کې د مشروطه نغدي مرستې پروګرام په بریالیتوب روان دی. د نړیوال بانک په ملاتړ د سیلاب ځپلو ۵۰۰ ښوونځیو بیا رغونه روانه ده، چې څلوېښت میلیونه ماشومانو ته ګټه رسوي. په سند کې په ۵۰۰۰ ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري لپاره ډیجیټل سیسټم عملي کېږي. یونیسف، نړیوالې تعلیمي شراکتدارۍ، ملاله فنډ او د سټیزنز فاؤنډیشن په څېر ادارې هم لېرې پرتو سیمو ته د تعلیم رڼا رسولو کې مرسته کوي.

په ټوله هېواد کې د ۳۵ زره مدرسو د ملي نصاب سره تړلو تاریخي پروژه هم روانه ده، چې له مخې یې ۲.۵ میلیونه زده کوونکي اوس عصري تعلیم هم ترلاسه کوي.

حکومت د تعلیم لپاره یو ټریلیون روپۍ ځانګړې کړي دي، چې د ملي تولید (GDP) څلور سلنه جوړوي! دا هیڅ عادي خبره نه ده. دا د یوې ملت له خوا د خپلو ماشومانو او راتلونکي لپاره ریښتینی ژمنه ده.

د تعلیم کارپوه عمر اورکزئی وايي: “دا یوازې د ښوونځیو جوړول نه دي، بلکې دا د یوه ملت بیا ژوندي کولو مترادف دی. کله چې یوه نجلۍ زده کړه ترلاسه کړي، نو ټول کورنۍ او ټولنه بدلیږي. پاکستان د ‘سی پیک’ د دویم پړاو لپاره وړ مهارت لرونکي ځوانان چمتو کوي. د تعلیم دا انقلاب یقینا د اقتصادي انقلاب سبب هم کېږي.”

نور ولولئ