د اقوام متحدہ د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د امریکا یوه مسوده قرارداد د پراخې اکثریت په سره تصویب کړ. په دې قرارداد کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د اوربند پلان تایید شوی او د یوې نړیوالې ثباتي ځواک (ISF) د ګمارلو منظوري ورکړل شوې ده. دغه ځواک به د غزې غیر پوځي کول او د پوځي جوړښتونو د ویجاړولو مسؤلیت ولري.
په دې قرارداد د پاکستان په ګډون ۱۳ غړو د ملاتړ ووټ ورکړ، پداسې حال کې چې روس او چین په رایه ورکولو کې برخه وانخیسته.
دغه قرارداد د ټرمپ د ۲۰ نقطو پلان ملاتړ کوي، چې د غزې د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ څارنې لپاره به یو موقت ادارې “بورډ آف پیس” جوړ شي.
پاکستان د قرارداد په ملاتړ ووټ ورکړ او د دې پرېکړې اساسي هدف د غزې په وینه توییدو سمدستي بندول، د اوربند ساتل، او د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل یقیني کول بلل شوي دي.
د پاکستان دایمي استازي، سفیر عاصم افتخار احمد، ویلي چې دوی خپل ووټ د فلسطینیانو او عربو ډلې د دریځ په رڼا کې ورکړ، چې هدف یې د سمدستي مرستې یقیني کول او د فلسطین د دولت لپاره یو باور وړ مسیر برابرول دي.
سفیر افتخار احمد ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول هڅه باید د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ، د بیت المقدس شریف د پلازمینې په توګه، د یوه خپلواک، آزاد او متصل فلسطیني دولت د جوړېدو لامل شي.
هغه پر ځینو انتقادونو هم د وضاحت غوښتنه وکړه، لکه د فلسطین د دولت روښانه سیاسي مسیر او د حکمراني او بیا رغونې کې د فلسطیني ادارې مرکزي رول. هغه خبرداری ورکړ چې د ISF نړیوالې ثباتي ځواک منډیټ به یوازې د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته مؤثر وي.
د حماس غبرګون
حماس دغه قرارداد رد کړ او وویل چې دا د فلسطینیانو د حقوقو او غوښتنو پوره کولو کې ناکامه شوې ده او هڅه کوي یو نړیوال “ټرسټي شپ” مسلط کړي، چې دوی یې مخالفت کوي. د حماس په وینا، د مقاومت غیر وسله کولو مسؤلیت نړیوال ځواک ته ورکول به دا ځواک د شخړې په یوه اړخ بدل کړي، چې د قبضه کوونکي په ګټه به وي.



