د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کښې د تېرو بارانونو له وجې د سېلابونو وروسته ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې د خلکو ژغورلو لپاره خپلې هلې ځلې تېزې کړې دي.
د صوابۍ ډپټي کمشنر نصرالله خان رسنیو ته ویلي چې د ګل یا (دوشنبې) په ورځ د دراوړۍ په کلي کښې د ورېځې په چاودلو یا کلائوډ برسټ سره ډېر کورونه په اوبو کښې ډوب شوي دي. هغه ویلي چې د اوبو بهاؤ ډېر تېز دی او د غرنۍ سیمې له وجې په بېلا بېلو ځایونو کښې د ځمکې ښویېدنې یا لېنډ سلایډنګ پېښې هم شوې دي.
د صوابۍ په دراوړۍ بالا سیمه کښې د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونو په سم وخت اپریشن شروع کړو او له ۷۰ نه زیات کسان یې له سېلابي اوبو نه په خیر او عافیت سره خوندي ځایونو ته رسولي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ډائیرکټر جنرل طیب عبدالله په خپله د دغو اپریشن څارنه کوي. د پېښور، مردان، نوشهرې، چارسدې او صوابۍ څخه د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه هم په دې اپریشن کښې برخه لري چې د لټون او ژغورنې فعالیتونو ته چټکتیا ورکړل شي.
ریسکیو ۱۱۲۲ عامو خلکو ته خواست کړی چې د سېلابي اوبو په وخت دې په اوبو کښې له غېر ضروري ورتلو څخه ځان بچ ساتي او خپل ځان دې خوندي کړي.