| به‌روزرسانی دربارهٔ |14:40

 د خیبر پښتونخوا (KP) صوبايي کابینې ۳۵مه غونډه د  وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ وشوه. په دې غونډه کښې پرېکړه وشوه چې د صوبې د خراب امنیتي وضعیت په اړه به راتلونکې اوونۍ یوه ټول ګوندیزه غونډه جوړه شي.

د صوبه د خراب امنیتي وضعیت په اړه  وزیراعلیٰ ګنډاپور اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ ته به یوه ټول پارټۍ غونډه راوبولي. ټولو سیاسي پارټیانو ته به بلنه ورکړله شي چې په دې کانفرنس کښې برخه واخلي تر څو د دې ستونزې د دايمي حل لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي.

ګنډاپور دا هم روښانه کړه چې په کرم ضلعي کښې د صوبايي حکومت په هڅو سوله بېرته راغلې او وړاندیز یې وکړ چې په نورو سیمو کښې هم له قومي مشرانو او سیمه ایزو مشرانو سره ورته مشورې ګټورې ثابتې دای شي.

کابینې د عامه نظم ساتنې (MPO) قانون په اړه هم بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د دې قانون د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي لپاره به اصلاحات راولي.

یوه مهمه پرېکړه دا وه چې د MPO پلي کول به د صوبايي کورنیو چارو وزارت له مخکیني منظورۍ وروسته ممکن وي. ګنډاپور MPO د سرحدي جرمونو د مقرراتو (FCR) په څیر یو قانون وباله او ویې ویل چې تر ډېر وخت پوري ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

 وزیراعلیٰ ټینګار وکړ چې طبیعي پېښې باید سیاسي نه شي او خیبر پښتونخوا چمتو دی چې د داسې آفتونو پر مهال له نورو صوبو سره مرسته وکړي.

کابینې د هغو خیبر پښتونخوا شهيدانو کورنیو ته چې د هندي تېري په ترڅ کځې یې ژوند له لاسه ورکړی. د هر نفر لپاره ۵۰ لکه (۵ میلیونه) روپۍ تاوان منظور کړ.

 سربیره پردې کابینې د مولوي خانزیب کورنۍ ته ئي د یو کروړ (۱۰ میلیونه) روپیو مرسته منظور کړه.

چي په یوه ترهګریز برید کښې شهید شوی و.

نور ولولئ