به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پاکستان په پنجاب صوبه کښي د اوږدو سختو موسمي بارانونو له امله پراخه ویجاړي رامنځته شوې ده.

چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې یې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي دي. د دې سره د روان کال د موسمي بارانونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر د جون له وروستیو راهیسې ۱۷۸ ته رسیدلی دی. پرله پسې بارانونو ناڅاپي سیلابونه، د اوبو ډنډونه او د ښارونو لاندې برخې تر اوبو لاندې کړې دي. په ځانګړي توګه یې راولپنډۍ او آسلام اباد زیات اغیزمن کړي دي.

راولپنډۍ ته تر ټولو زیاته زیان رسیدلې دي. د اوبو ډنډونو موټرونه وړي او ټیټې سیمې یې لاندې کړې دي. په ناله لای کښې د اوبو کچه خطرناک حد ته لوړه شوې ده. چې د کټاریان او ګوالمندي د اوسیدونکو لپاره د خالي کولو خبرداری ورکړل شوی دی. په راولپنډۍ کښې عامه رخصتي اعلان شوې ده ترڅو اوسیدونکي خوندي پاتې شي. ځکه چې د هوا پیژندنې څانګه تر جمعې پورې د سختو بارانونو وړاندوینه کوي.

اسلام آباد هم د سیلابونو د زیان سره مخ دی. چې د بیسمینټونو ډوبیدل او د بري امام زیارت شاوخوا د ځمکې ښوییدنې راپور ورکړل شوی دی.

په چکوال کښې وضعیت خورا خراب دی. چیرې چې ۴۵۰ ملي میټره باران د دهیرابي په کوچني بند کښې د ماتېدو لامل شو او سیلابونه یې نږدې میشت ځایونو ته خوشې کړل. د سړکونو او پلونو د ویجاړیدو له امله لسګونه کلیوالي ټولنې اوس له نړۍ څخه پرې شوې دي. تاریخي کاټاس راج معبد هم تر اوبو لاندې شو. جهلم د زیات باران له امله له پراخو سیلابونو سره مخ شو. چې څو سړکونه یې تر اوبو لاندې کړل او لږ تر لږه یو کس لادرکه شو وروسته له هغه چې شپږ پولیس او څو ملکي وګړي د سیلابونو له امله ووړل شول او شپږ وژغورل شول.


د ژغورنې هڅې روانې دي. د پنجاب د سیلاب ځپلو سیمو څخه ۷۰ کسان ژغورل شوي. پشمول د یوې کورنۍ چې د اردو په چورلکو کښې لیږدول شوې ده. په سیالکوټ کښې د چناب سیند کښې د اوبو د کچې لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. د پنجاب حکومت ۱۴۴ دفعه نافذ کړې ده. چې تر اګست تر ۳۰ مې نیټې پورې په سیندونو، حوضونو او بندونو کښې لامبو وهل منع کوي. د ملي ناورین مدیریت اداره (NDMA) په خطرناکو سیمو کښې اوسیدونکو ته مشوره ورکوي چې د ۳-۵ ورځو لپاره خواړه اوبه او درمل ذخیره کړي.


وزیر اعظم شهباز شریف د ملي اضطراري عملیاتو مرکز څخه لیدنه وکړه او د وژل شویو کسانو پر سر یې خواشیني څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې که څه هم سږکال د مخنیوي اقداماتو له امله زیانونه کم وو. خو د بارانونو خورا ننګونکي شرایط رامینځته کړي دي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې له ۵۴ مړینو څخه، ۴۶ د ودانیو د نړیدو، پنځه د ډوبیدو، او درې د برېښنا لګیدو له امله وې. ۲۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

نور ولولئ