یوه هفته مخکې تښتول شوی جعفر ایکسپریس ریل ګاډی د سه شنبې په ورځ بیرته خپل سفرونه پیلوي.
د ریل ګاډي د بیا پیل کیدو اعلان د ریل ګاډو وزیر حنیف عباسي د سه شنبې په ورځ په پارليمان کښې خبريالانو سره خبرې وکړی.
عباسي همدارنګه وویل چې حکومت به په بلوچستان کښې د ریل ګاډو د عملیاتو د څارنې لپاره ډرونونه استعمال کړي. هغه زیاته کړه چې د امنیتي څارنې د ښه کولو لپاره به په ریل ګاډي سټیشنونو کښې سي سي ټي وي کیمرې ولګول شي.
جعفر ایکسپریس د مارچ په 11مه د بلوچستان د ازادۍ پوځ ترهګرو لخوا د سیبي سره نږدې د پېښور پر لور د تګ پر مهال تښتول شوی و.
د ریل ګاډي پټلۍ په یوې لرې او غرنۍ سیمه کښې د ۸ نمبر سرنګ سره نږدې په چاودیدونکو څېزونو والوزول شوه. په ریل ګاډي کښې له ۴۰۰ څخه ډیر مسافر سپاره وو چې د ترهګرو لخوا یرغمل نیول شوي وو.
امنیتي سرچینو وروسته اعلان وکړ چې د یرغمل شویو کسانو په منځ کښې ځانمرګي بریدګر هم وو. له امله یې عملیات په احتیاط سره پرمخ ولاړل.
امنیتي ځواکونو بالاخره د برید له پیل څخه شاوخوا ۳۶ ساعته وروسته د ژغورنې عملیات بشپړ کړل. انټر سروسز پبلک ریلیشنز(آئي اېس پي آر) اعلان وکړ چې په برید کښې ښکیل ټول ۳۳ بریدګر وژل شوي دي. په عملیاتو کښې هیڅ مسافر ته زیان نه دی رسیدلی.
د عملیاتو له پیل څخه مخکې ټولو ۲۶ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې کښې ۱۸ وسله وال ځواکونه هم شامل وو. څلور ایف سي کسان هم په دغه برید کښې شهیدان شول.
له برید وروسته د پاکستان ریل ګاډي ادارې د ریل ګاډي خدمات وځنډول.